Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر او یو روسي پلاوي سفر

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته په لومړي ځل نن (پنج‌شنبه) کابل ته راغی. ټاکل شوې نوموړی په افغانستان کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

له دې سره هم‌مهاله نن (پنج‌شنبه) له غرمې وروسته د سرپرست حکومت له چارواکو سره د لېدنې لپاره یو روسي پلاوی هم کابل ته راغلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د دې سفرونو هرکلی کړی او وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې نړیوالې پانګه‌ونې ته زمینه برابره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل طلوع‌نیوز ته وايي: «ښاغلي وانګ‌یې د مثبتو امنیتي تغیراتو راتګ ستاینه کړې او له افغانستان سره یې په بشري او پرمختیايي برخو کې د مرستیو یادونه کړې.»

د چین دې لوړپوړي چارواکي د ریاست‌الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د لېدنې پر مهال ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان په اقتصادي، کان کیندنې او د انرژي تولید برخو کې پانګه‌ونه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «چین په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره رامخ‌ته شوی دی، خو تر څو پورې د ټولګډونه‌ حکومت په اړه ډاډه نه‌شي، حکومت په رسمیت نه‌ پېژني.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان په اوسني وضعیت کې د نورو هېوادونو له لوري پانګه‌ونه مهمه بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري په دې اړه وايي: «د افغانستان کرنیزو محصولاتو په تېره وچې مېوې لپاره چین ښه بازار دی او له سیمې هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول کولای شي د افغانستان اقتصادي ودې او بشري بحران له مدیریت سره مرسته وکړي.»

که څه هم د بېلابېلو هېوادونو په تېره د ګاونډیو هېوادونو چاروکو په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته راغلل، خو تر دې مهاله هېڅ هېواد په افغانستان کې سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه