په کندهار کې د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د سرپرست حکومت درې ورځنۍ ناسته پایته ورسېده. په دې ناسته کې د رییسالوزرا د مرستیالانو، اوولس سرپرست وزیرانو، د سترې محکمې رییس او د خپلواکو بنسټونو رییسانو ګډون کړی وو.
د اسلامي امارت ویاند انعامالله سمنګانی وايي، په دې ناسته کې د دولتي بنسټونو د قوانیونو، له خلکو سره د تعامل څرنګوالي، له اقتصادي بحرانه د وتلو لارو او همداراز په دولتي بنسټونو کې د پرمختګ څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند د خبرو پر بنسټ، د اسلامي امارت رهبر په دې ناسته کې تر لاس لاندې کسانو ته لارښوونه کړې چې په امنیتي بنسټونو کې د اسلامي امارت ټولو ځواکونو ګمارنه پیل کړي.
انعامالله سمنګانی وايي: «د کورنۍ او بهرنۍ پانګهونې جلب و جذب، په امنیتي ادارو کې د مجاهدینو ګمارل او تنظیم، د نشهيي توکو له پیر و پلور مخنیوي او د روږدو درملنې او د اداري سېسټم سمون په اړه په تفصیل سره خبرې وشوې.»
په سرپرسته کابینه کې د تغیراتو په تېره په ریاستالوزرا کې د تازه څېرې د ټاکلو په اړه یو شمېر ناتایید شوي راپورونه ورکړل شوي، خو د اسلامي امارت ویاند دا راپورونه شایعات بولي.
ښاغلی سمنګانی وايي: «دا پروپاګند او اوازه وه، د اسلامي امارت په کابینه کې هېڅ تغیرات نهدی راغلي او د کابینې تغیر د جنډا برخه نهوه.»
د سیاسي چارو کارپوه خانولي عادل طلوعنیوز ته وايي: «د مسوولانو تر منځ اوږدمهاله غونډې د اختلافونو د حل او اختلافونو د شتون په مانا ده او په دې مانا ده چې په دې اړه خبرې روانې دي.»
له دې وړاندې هره اوونۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کابینې ناسته تر سره کېده، خو د سرپرستې کابینې وروستۍ ناسته د اسلامي امارت د رهبر مولوي هبتالله په مشرۍ په کندهار کې تر سره شوه چې درې ورځې یې دوام وکړ.
په دې اړه مو اندونه