Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فرانسې ته تازه تللي یو شمېر افغانان وايي له رواني ستونزو کړېږي

د بشر حقونو څار سازمان فرانسې ته د تازه تللو افغانانانو د رواني روغتیا په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو راپه‌دې خوا چې کوم افغانان فرانسې ته تللي، ګڼ شمېر یې له رواني ستونزو کړېږي.

دې سازمان په خپل راپور کې چې د پنج‌شنبې په ورځ خپور شوی، زیاته کړې، که څه هم فرانسې په دې هېواد کې مېشتو افغانانو ته تر یوه بریده امکانات برابر کړي، خو بیا هم د رواني روغتیا له پلوه له ځینو ستونزو مخ دي.

په افغانستان کې د جمهوریت له پرځول کېدو وروسته، هغه افغانانو چې له بهرنیو ځواکونو او بنسټونو او یا د افغانستان مهمو امنیتي بنسټونو کې یې کار کړی و، له افغانستانه ووتل.

د دې راپور پر بنسټ هغه افغانان چې په هېواد کې د تحول پر مهال د فرانسې په ګډون اروپايي هېوادونو ته تللي، په سختو حالاتو کې د اسلامي امارت له تلاشیو تېر شوي او ځانونه یې د کابل هوايي ډګر ته رسولي چې پر مهال یې د ځینو کورنۍ غړي هم ورک شوي او لا هم په کابل کې پاتې دي.

د بشر حقونو څار سازمان له ۲۰۲۱ نوامبر څخه د ۲۰۲۲ تر جنوري پورې له ۲۸ افغانانو سره خبرې کړي. دغه افغانانو دې سازمان ته په مرکو کې ویلي، دوی چې فرانسې ته لېږدول شوي، ډېرې ترخې تجربې یې لېدلي.

له دوی سره دا خبرې له لرې د ټېلېفوني اړیکې له لارې په پاریس، لیون، مارسي، مونپیلیه او سټراسبورګ کې تر سره شوي.

یو افغان د بشر حقونو سازمان ته ویلي: «دلته په فرانسه کې پر بستر ویده یم، خو ذهن مې په افغانستان کې دی.»

یوې بلې افغان مېرمنې ویلي: «زه مې هېواد او خپلو خلکو سره مینه لرم، خو په زړه کې ستر درد لرم، ځکه نه‌شم کولای له لرې د خپل هېواد لپاره کار وکړم. ځینې شایونه مې له یاده وځي ان تر دې چې خپل نوم مې هم رانه هېږي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه