په کابل کې یوه کونډه مېرمن د اقتصادي ستونزو له کبله اړ شوې چې د کار کولو لپاره د پلازمېنې سرکونو ته راووځي. دا مېرمن وايي، خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره اړ شوې چې له سهاره تر بېګا پورې د کابل پر سرکونو لاسګاډی وچلوي.
راحله وايي: «سهار اووه یا اووه نیمې بجې راوځم او خپل لاسګاډی مې راباسم او پاکوم یې. د کار لپاره ډېر لرې ځایونو ته هم ورځم.»
راحله زیاتوي، څوارلس کاله مخکې کونډه شوې او اوس له خپلې لور سره د کابل یوې څنډې په کرايي کور کې ژوند کوي.
لاسګاډي چلونکي راحله وايي: «د برابرۍ خبره ده، که څوک راشي یو یا دوه رانه واخلي، داسې ورځ هم راغلې چې د کور کرایه هم له چا پور اخلم او کور خوا ته ورځم.»
له دې سره هممهاله اقتصاد وزارت وايي، په هېواد کې د اقتصادي ننګونو د حلولو لپاره یو شمېر طرحې یې تر لاس لاندې نیولې دي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وايي: «د کار پیدا کولو او بېوزلۍ کمولو لپاره زموږ برنامه له کوچنیو صنایعو، له خصوصي سکټوره ملاتړ او د بهرنۍ پانګهونې جلب دی.»
د اقتصادي چارو کارپوه مزمل شینواری وايي: «د دوی لپاره باید حکومت بېلابلې برنامې جوړې کړي، تر ټولو مهمه دا ده چې دوی ته کار پیدا شي، ځکه د دوامداره مناسب کار پیدا کول کولای شي بېوزلي له منځه یوسي.»
له دې وړاندې د کار نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، د روان زېږدیز کال تر نیمايي پورې به په افغانستان کې شاوخوا یو مېلیون کسان بېکاره شي.
په دې اړه مو اندونه