په کابل کې د شنبې په ورځ یوه ډله ښځو «زده کړې زموږ مسلم حق دی» د شعار په ورکولو سره واټونو ته راووتلې او په لاریون یې لاس پورې کړ.
د زده کوونکو نجونو په ګډون دغه معترضانې له اسلامي امارته غواړي، چې د متوسطې او لېسې دورې د ښځینه زده کوونکو پرمخ ژر تر ژره ښوونځي پرانېزي.
معترضه مونسه مبارز وايي:«نن را ټولې شوې یوو چې د دغه ګډ درد په هکله په ګډه سره غږ پورته کړو او پرې نه ږدو چې یو کهول، د زده کړو له حقه، د ښوونې او روزنې له حقه بې برخې شي.»
بله معترضه فاطمه هم څرګندوي:«ټاکل شوې وه چې زه سږکال یوولسم ټولګي ته ولاړه شم؛ خو د طالبانو له راتګ سره زموږ ښوونځي وتړل شول، همدا ډول هلکان د زده کړو حق لري نجونې یې هم لري.»
له دې سره هم مهاله، په ایرلنډ او پاکستان کې هم یو شمېر افغان کډوالو د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو له امله اعتراض کړی دی. دوی له نړۍوالې ټولنې هم ځینې غوښتنې لري.
معترض رامین عصمتي وویل:«د نجونو لومړنی اسلامي او انساني حق باید د سیاسي لوبې قرباني نه شي او یرغمل ونه نیول شي، موږ راغلي یوو چې لاریون وکړو.»
دغه اعتراضونه تر هغه وروسته کېږي، چې د روان لمریز کال د وري په درېیمه د زده کوونکو نجونو پرمخ له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو ښوونځي پرا نه نیستل شول او یوازې د لومړنیو ښوونځيو ښځينه زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوه.
د پوهنې وزارت وایي، چې له شپږم ټولګي د پورته ښوونځیو د پرانیستلو طرحه یې ریاست الوزار ته لېږلې ده.