Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېر حکومت د سترې محکمې د کارکوونکو د بې برخلیکۍ په تړاو اعتراض

د تېر حکومت د سترې مخکې ځينې کارکوونکي له هغه څه چې د خپل ناورښانه برخلیک ګڼي، په لاریون لاس پورې کړی دی.

معترضان چې د سترې محکمې د اداري څانګې یو شمېر کارکوونکو دي  د شنبې په ورځ په کابل کې اعتراض وکړ او د خپلو ځانونو د برخلیک د روښانه کېدو غوښتونکي شول.

دغه معترضین وايي، د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته، سره له دې چې، په وار وار یې د اوسني حکومت اړوندو بنسټونو ته مراجعه کړې؛ خو بیا هم په بې برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي.

معترض مشتاق الرحمن وویل:«له هغې ورځې چې اسلامي امارت حکومت ترلاسه کړی، دا ټول هغه کارکوونکي دي چې تراوسه برحاله دي نه یې معاش ترلاسه کړی او حتا نه دي توانېدلي چې یوځل دندې ته ولاړ شي او هلته خپله دنده ترسره کړي او یا هم له خپل برخلیکه خبر وي.» 

یوه معترضه وايي:«زموږ دغو همکارانو چې دلته ګډون کړی دی د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د هغو ابتدایه، استېناف، او سترې محکمې په استازیتوب دي چې بې برخلیکه دي او معاش یې نه دی اخیستی او کار او معاش ته اړتیا لري.»

د دوی په وینا، د سترې محکمې څه باندې ۳۲۰۰ کارکوونکي چې ښځې هم په کې شاملې دي، بېکاره دي او له اړوندو بنسټونو غواړي چې، د دوی برخلیک هم مشخص کړي.

د ختیځ زون استازی احمد مسعود څرګنده:«موږ ته یې نه معاش راکړ، بې برخلیکه یوو، نه یې منفکي راکړه، نه یې په بل ځای کې وګمارلو، زموږ ټولې ستونزې یوه ده.»

تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي، د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکوي او د هغو کسانو معاشونه چې لا تر اوسه هم نه دي ورکړ شوي ډېر ژره به ورکړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه