Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وېسټ: هیله ده د نجونو ښوونځو د تړلو پاتې کېدو پرېکړه ژر لغوه شي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي امریکا تمه لري چې اسلامي امارت د متوسطو او لېسو ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو په تړاو خپله پرېکړه ژر تر ژره بدله کړي.

وېسټ تېره ورځ د دوحې په انجمن کې وویل:«هیله لرو چې په نږدې راتلوونکو ورځو کې د دغې پرېکړې د بدلون شاهد واوسوو.» 

وېسټ زیاته کړه چې اسلامي امارت د افغانستان خلکو او نړۍوالې ټولنې ته ژمنه کړې وه چې په نوي ښوونيز کال کې د ټولو نجونو او هلکانو ښوونځي به پرانیستل شي؛ خو دغه کار ونه شو. 

هغه زیاته کړه:«له هر څه مخکې، دا د افغانستان د خلکو د اعتماد له منځه وړل دي، ځکه هغوی (اسلامي امارت) ژمنه کړې وه.»

پاکستانۍ فعالې ملالې یوسف زۍ هم دد دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو په هکله وویل چې په افغانستان باید نجونې له ښوونځیو محرومې نه شي. هغې زیاته کړه:«هغوی د خپلو ښوونځیو مخ کې په تمه وو؛ خو دروازې یې پر مخ وتړل شوې؛ زده کوونکو ژړل.»

ټاکل شوې وه چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د نجونو د متوسطې او لېسې دورې د ښوونځیو په ګډون ټول ښوونځي پرانیستل شي. خو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونې د متوسطې او لېسې دورې دې تر بلې خبرتیا تړلي وي.

دغې پرېکړې له ځان سره پراخ کورني او بهرني غبرګونونه لرل.

د امریکا متحده ایالاتو د دغې پرېکړې په غبرګون کې په دوحه کې له اسلامي امارت سره له مخکې پلان شوې غونډې لغوه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو ځنډ «ناهیلې کوونکی» دی او د افغانستان له خلکو او نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د ژمنو خلاف کړنه ده. هغه زیاته کړه:«موږ خپل ځينې تعاملات له هغې ډلې، په دوحه کې پلان شوې لیدنې لغوه کړې او څرګنده مو کړه چې په تعامل کې دا پرېکړه د عطف ټکی ګڼوو.»

بلخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لس غړو هېوادونو د جمعې په ورځ یوې ګډې بیانیه کې له اسلامي امارته غوښتي دي، اجازه دې ورکړي چې د افغانستان ټولې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي.

دغه بیانیه د ناروې، البانیا، برازیل، فرانسې، ګابن، ایرلنډ، مکزیک، برېټانیا، امریکا او عربي متحده اماراتو له خوا صادره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لس غړو هېوادونو استازو په ګډه بیانیه کې ویلي دي: «زموږ پیغام روښانه دی، په افغانستان کې ټولې نجونې باید وکړای شي چې ښوونځيو ته ولاړې شي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه