د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو هېوادونو له اسلامي امارته غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د نجونو ټولو ښوونځیو د بیا پرانیستلو په تړاو خپلې ژمنې بشپړې کړې.
د امنیت شورا غړیو هېوادونو په یوې بیانیه کې چې نن خپره شوې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي چې زدهکړو ته د لاسرسي حق ته درناوی وکړي.
پهدې بیانیه کې د امنیت شورا غړیو د نجونو په ګډون د ټولو افغانانو زدهکړو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی او «له طالبانو غواړي چې زدهکړو ته د لاسرسي حق ته درناوی وکړي او له ځنډ پرته د ټولو ښځینه زدهکوونکو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه خپلې ژمنې بشپړې کړي.»
دا بیانیه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې ډیبرا لاینز له راپور وروسته خپره شوې. مېرمن لاینز د جمعې په ورځ په افغانستان کې د نجونو زدهکړو د وضعیت په اړه دې شورا ته راپور ورکړ. امنیت شورا له اغلې لاینز غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په اړه راپور ورکولو ته دوام ورکړي.
امنیت شورا همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادراې «یوناما» غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت چارواکو په ګډون له ټولو سیاسي لوبغاړیو سره د نجونو د زدهکړو په اړه خبروته ته ادامه ورکړي.
ټاکل شوې وه چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په سراسر هېواد کې د نجونو منځنۍ او لېسې دورو په ګډون ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو پوهنې وزارت اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر بلې خبرتیا پورې تړلي پاتې شي.
دې پرېکړې په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارول.
بلپلو د امنیت شورا لسو غړیو هېوادونو استازیو د تېرې جمعې په ورځ د یوې ګډې اعلامیې له لارې له اسلامي امارته غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې ټولو نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.
دا اعلامیه د ناروې، البانیا، برازیل، فرانسې، گابن، اېرلېنډ، مکزیک، بریټانیې، امریکا او متحده عربي اماراتو له لورې صادر شوې وه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو هېوادونو استازیو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو: « زموږ پیغام روښانه دی: په افغانستان کې ټولې نجونې باید وکولای شي چې ښوونځیو ته لاړې شي.»
په دې اړه مو اندونه