Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لغمان والي: دغه ولایت کې د دولت هېڅ وسله واله ډله شتون نه لري

د لغمان والي په دغه ولایت کې د سراسري امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکوي او وايي چې په دغه ولایت کې د دولت هېڅ وسله واله ډله شتون نه لري.

د لغمان والي زین العابدین وايي دا چې د اسلامي امارت په راتګ سره په یاد ولایت کې د دولت یو شمېر مخالفو ډلو شتون درلود، مګر تر دې دمه دغو ډلو کوم لوی فعالیت په دې ولایت کې نه دی تر سره کړی.

د لغمان والي زین العابدین عابد وویل:«له هغې ورځې تراوسه چې اوه میاشتې کېږي، الحمدالله موږ هېڅ بده پېښه نه لرو.»
 
لغمان والي په دغه ولایت کې د یو شمیر پرمختیايي پروژو د پیل خبر هم ورکوي.

نوموړی زیاتوي:«که چېزې بزګر دي، که هټۍوال دي او یا هم سوداګر دي او یا هم کسبه کاران دي، او که تعلیمي برخه یا هم د روغتیا برخه ده، په ټولو برخو کې او کارونو ځنډ نه رامنځته کېږي.»
 
بل خوا د لغمان اوسېدونکي بیا د اسلامي امارت له چارواکو ځینې غوښتنې هم لري.

د لغمان اوسېدونکي ابراهیم وویل:«د لغمان ولایت د یوه ځوان په توګه له مرکزي حکومته زما غوښتنه دا ده چې د لغمان خلکو ته پاملرنه وکړي او د پراختیايي پروژو په برخه کې ګام واخلي.»

د لغمان بل اوسېدونکی نقیب الله سعیدي هم وايي:«موږ نور نه غواړو چې زموږ ماشومان او موږ په خپله په جګړو کې لوی شوو او په جګړه کې ژوند وکړو، نو زموږ غوښتنه دا ده چې له دې وروسته حتا د جګړې نوم وانه خیستل شي.»

د لغمان ځايي چارواکي بیا د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د اسلامي امارت له ځواکونو د ولایت د امنیت په ټینګښت کې خپله همکاري وکړي.

د هغه په وینا که څه هم په دغه ولایت کې د مخالفو وسله والو د فعالیتونو په هکله رپوټونو شتون درلود، خو د هغوی هېڅ ډول فعالیت نه لیدل کېږي.

تصویر بندانگشتی

د لغمان والي په دغه ولایت کې د سراسري امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکوي او وايي چې په دغه ولایت کې د دولت هېڅ وسله واله ډله شتون نه لري.

د لغمان والي زین العابدین وايي دا چې د اسلامي امارت په راتګ سره په یاد ولایت کې د دولت یو شمېر مخالفو ډلو شتون درلود، مګر تر دې دمه دغو ډلو کوم لوی فعالیت په دې ولایت کې نه دی تر سره کړی.

د لغمان والي زین العابدین عابد وویل:«له هغې ورځې تراوسه چې اوه میاشتې کېږي، الحمدالله موږ هېڅ بده پېښه نه لرو.»
 
لغمان والي په دغه ولایت کې د یو شمیر پرمختیايي پروژو د پیل خبر هم ورکوي.

نوموړی زیاتوي:«که چېزې بزګر دي، که هټۍوال دي او یا هم سوداګر دي او یا هم کسبه کاران دي، او که تعلیمي برخه یا هم د روغتیا برخه ده، په ټولو برخو کې او کارونو ځنډ نه رامنځته کېږي.»
 
بل خوا د لغمان اوسېدونکي بیا د اسلامي امارت له چارواکو ځینې غوښتنې هم لري.

د لغمان اوسېدونکي ابراهیم وویل:«د لغمان ولایت د یوه ځوان په توګه له مرکزي حکومته زما غوښتنه دا ده چې د لغمان خلکو ته پاملرنه وکړي او د پراختیايي پروژو په برخه کې ګام واخلي.»

د لغمان بل اوسېدونکی نقیب الله سعیدي هم وايي:«موږ نور نه غواړو چې زموږ ماشومان او موږ په خپله په جګړو کې لوی شوو او په جګړه کې ژوند وکړو، نو زموږ غوښتنه دا ده چې له دې وروسته حتا د جګړې نوم وانه خیستل شي.»

د لغمان ځايي چارواکي بیا د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د اسلامي امارت له ځواکونو د ولایت د امنیت په ټینګښت کې خپله همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه