Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'راتلوونکې اوونۍ کې به د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي توګه پیل شي'

د هېواد په مرکز او نورو ولایتونو کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر تر راتلوونکې یوې اوونۍ په عادي ډول پیل شي.

د پاسپورټ ریاست ویاند وايي چې د وري میاشتې په شپاړسمه به په کابل او نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش په عادي توګه پېل شي.

د پاسپورټ د عمومي ریاست ویاند شفیع الله تسل زیاتوي:«د وري میاشتې له ۱۶مه به په انلاین بڼه د پاسپورټ وېش په کابل او ټولو ولایتونو کې پیل شي او دا بهیر به عادي حالت ته راوګرځي.»

د پاسپورټ ریاست په وینا، ښځو ته یې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په دغه ریاست کې د ښځینه کارکوونکو یوه ډله هم ګومارلې ده. 

دغه ریاست په وروستۍ یوې میاشت کې د فساد او کمېشن کارۍ په تور د شپږو تنو د نیول کېدو خبره هم کوي.

د پاسپورټ د عمومي ریاست د کورني امنیت مرستیال محمد نعیم وايي:«نیول شویو کسانو د پاسپورټ د رییس لاسلیک جعل کړی و او د پیسو په مقابل کې یې ځینو ته پاسپورټونه جوړ کړي وو چې نیول شوي دي.»

په دې لړ کې هېوادوال که څه هم چې د کمېشن کارانو او جعل کارانو نیول کېدل ستایي؛ خو له پاسپورټ ریاسته غواړي چې د خلکو پر ستونزو غور وکړي.
 
د کابل اوسېدونکې لیلا وویل:«زه اړتیا لرم چې پاسپورټ واخلم؛ ناروغه یم او اړه یم چې ماشومان مې هم له ځان سره بوځم ځکه څوک نه لرم چې د هغوی ساتنه وکړي.»

تر دې وړاندې پاسپورټ ریاست په ورځ کې یوازې ۳۰۰ آنلاین فورمې اجرا کولې او د پاسپورټونو د ورکړې بهیر عادي نه و.

د پاسپورټ ریاست په وروستۍ یوې میاشت کې د فساد او کمېشن کارۍ په تور د شپږو تنو د نیول کېدو خبره هم کوي.

شریک یي کړئ