Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې دیني عالمانو د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې یو شمېر دیني عالمانو په کابل کې د یوې ناستې پر مهال له اسلامي امارته غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دا ښوونځي پرانیزي.

دیني عالم شیح‌الحدیث محمد نور ابراهیمي وايي: «که چېرې داسې وي چې اناثیه مکاتب، د اسلامي په شریعت کې د حجاب په مراعت کولو سره په جلا وخت کې درس او تدریس وکړي؛ نو اسلامي نظام او قران الکریم سره به بیا څه تضاد و نه‌لري.»

دیني عالم شیخ‌الحدیث عبدالمتین وايي: «رسول الله (ص) د مېرمنو په غوښتنه د چهار شنبې ورځ د هغوی زده‌کړه ته ځانګړې کړې ده.»

دوی د اسلام له نظره د نجونو لپاره زده کړې د هر مسلمان انساني حق ګڼي او وایي، په اسلام کې د نجونو د زده‌کړو هېڅ مخنیوی نه‌شته.

دیني عالم شیخ‌الحدیث سلطان احمد بیګ عادل وايي: «زما نظر دا دی چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شي، خو هغه شرایط چې د هغوی مخنیوي کوي، باید په پام کې ونیول شي.»

په دې غونډه کې دیني عالمانو د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله ته په یوه لیکل شوي لیک کې مشوره ورکړه چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي د پورته د ښځينه زده‌کوونکو ښوونځي پرانېزي.

دیني عالم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالشکور وايي: «کله چې شرایط برابر وي، هېڅ مشکل نه‌شته، دې شرایطو پر بنسټ د ښځو په زده‌کړو کې څه ستونزه نه‌شته، موږ له سلامي امارت څخه دا غوښتنه کوو چې هر څه ژر په افغانستان باندې یو احسا وکړي او دې شرایطو ته په کتو د ښځو تعلیم ته اجازه ورکړي.»

په هېواد کې د نجونو د متوسطو او لېسو نه پرانېستل کېدل په کور دننه او بهر له ورته نورو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه