Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: افغانستان باید هېر نه کړل شي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي د دې سربېره چې نړۍ له نورو ناورینونو سره لاس او ګرېوان ده؛ خو دا کار باید د افغانستان د هېرولو لامل نه شي.

دغه سازمان په یوهې اعلامیه کې ویلي دي چې سیاسي بدلونونو په مېلیونونو تنه له ناوړه وضعیت سره مخ کړي دي.

د کډوالۍ سازمان ویلي دي: «افغانستان په یوه کړکېچن پړاو کې دی. لسیزو جګړو، طبیعي آفتونو، سیاسي بدلونونو او د نړۍوالو بندیزونو اغېزو مېلیونونه افغان ښځې، سړي او نجونې او هلکان له حساس وضعیت سره مخ کړي دي. موږ له نړۍوالې ټولنې نه د هغوی د دوامداره ملاتړ غوښتنه کوو، څو وکړای شو، خپلې ګډې هڅې زیاتې او د مېلیونونه افغانانو مړاوې هیلې راتازه کړو.»

له دې سره هم مهاله، په هېواد کې اړمن د مرستو په وېش کې د روڼتیا غوښتنه کوي.

بې وزلۍ او تنګ لاسۍ پنځه دېرش کلنه فاطمه هم د سلګونه نورو اړمنو په څېر مجبوره کړې ده، چې د کابل د واټونو پرغاړه توکي وپلوري.

ظاهراً نړۍوالو مرستو د خلکو پر ژوندانه هېڅ مثبت اغېز نه دی کړی.
 
کارګره فاطمه وايي:«خاوند مې ناروغ دی، فلج دی، څلور ماشومان لرم، درې زامن او یوه لور، ستونزې مې زیاتې دي، کرايي کور کې اوسېږم.»

د فاطمې زوی فیروز هم وویل:«له خپلې مور سره راځم په واټونو کې له سهاره تر ماښامه کوزې پلورم. ۲۰۰ یا ۳۰۰ افغانۍ کېږي خپل لګښت پوره کوو.»

خو بشري مرستې تر کومه برېده د هېواد د اقتصادي ناورین په له منځه وړو کې مرسته کولای شي.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي په دې هکله وايي:«له بده مرغه نړۍوالې مرستې په هېواد کې د بې وزلۍ د کچې د کمولو په برخه کې ګټور نه دی، د تولید د کچې ګراف، د لګښت کچه او د کار کچه لا هم خپله نزولي کچه کچ کوي. اړتیا ده چې مرستندویه بنسټونه د مرستو په وېش کې له داسې سیسټمه کار واخلي چې په هغه سیسټم کې د کنټرول او روڼتیا په جدي توګه په پام کې ونیول شي او د انساني کړکېچ د مخنیوي او د بې وزلۍ د کچې د کمښت په برخه کې ځواب ویوونکی وي.»

په هېواد کې د اقتصادي وضعیت تر خرابېدو وروسته، د ملګرو ملتونو په آنلاین غونډه کې د نړۍ یو څلوېښتو مرستندویو بنسټونو په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د دوه مېلیاردو او ۴۴۰ مېلیون ډالره د مرستو ژمنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه