اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو له ژمنې په هرکلي سره وایي، که چېرې دغه مرستې له حکومتي ادارو سره په همغږۍ ووېشل شي، ګټه به یې ډېره وي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال هیله من دی چې نړۍواله ټولنه د سیاسي مسایلو په پام کې له نیولو پرته، له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دې دوام ورکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام سمنګانی وايي:«که چېرې دغه مرستې له دولتي بنسټونو سره په همغږۍ او همکارۍ کې ترسره شي ګټورې به وي.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د څلور اعشاریه څلور مېلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه؛ خو مرستندویو هېوادونو په آنلاین غونډه کې یوازې د دوه اعشاریه دوه مېلیارد ډالرو ژمنه وکړه. امریکا متحده ایالتونه د ۵۱۲.۲۵ مېلیون ډالرو د مرستې په ژمنې سره، بریتانیا د ۳۷۴.۳۵ مېلیون ډالرو، د مرستې په ژمنې سره او جرمني د ۲۱۹.۶ مېلیون ډالرو د مرستې په ژمنې سره د مرستندیو هېوادونو د نوملړ په سر کې دي.
خو چین چې اسلامي امارت ته یو له نږدې هېوادونو دی او په افغانستان کې د پانګونو هوډ لري، د دوه مېلیون ډالرو د مرستې په ژمنې سره تقریبا د دغه نوملړ په پای کې دی.
پخوانی ډېپلوماټ نورالله راغي وویل:«پیسې بازار ته داخلېږي، استول کېږي او په ټول کې د کار په بازار اغېز کوي او د نقدینګۍ ستونزه حل کېږي.»
بل خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلېپو ګرانډي په یوه ټویټ کې ویلي دي، چې باید نړۍواله ټولنه په افغانستان کې مشارکت او د دغه هېواد د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د پوهنتون استاد حامد عزیز مجددي وویل:«زه هیله من یم چې دا د تېرو شلو کلونو د مرستو په څېر، سل سل او یا هم پنځوس پنځوس ډالر ونه وېشي.»
نړۍواله ټولنه په داسې حال کې له افغانستان سره د څه باندې دوه مېلیارده ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی، که چېرې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه ونه نیول شي، د روان زیږدیز کال تر پایه به د هېواد ۹۰ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې وضعیت سره مخ شي.
په دې اړه مو اندونه