Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روژې له رارسېدو سره د خوراکي توکو دبیو له لوړېدو د خلکو اندېښنې

سږکال هم د نورو کلونو په څېر د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره، په بازارونو کې د توکو په تېره بیا د خوراکي توکو بیه لوړه شوې ده.

د پلازمېنې اوسېدونکي چې د توکو خورا لوړېدو ته اندېښمن دي، له مسوولانو غواړي چې په بازارونو کې د ګران پلورنې مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی ریت الله وویل:«یوه بوجۍ اوړه ۲۶۰۰ افغانۍ دي، یو من بوره ۵۰۰ افغانی ده، همدا ډول هر څه لوړ ختلي دي، موږ له ۵۰ تر ۶۰ روپیو څه وکړو.»

پلورونکی عبدالرسول هم وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده، چې د نرخونو کنټرول ته پاملرنه وکړي.»

د روژې په مبارکه میاشت کې د هېوادوالو له لوري د توکو پېرل زیاتېږي،خو پر ځای د دې چې د توکو بیه ټيټه شي، لوړه شوې ده.

تر دې وړاندې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت زیاتېدل بلل کېدل، خو اوس چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت راټيټ شوی دی،په بازارونو د توکو د بیو د راټېټېدو څه څرک نه لګېږي.؟
 
پلورونکی عصمت وايي:«یوه بوجۍ اوړه ۲۴۵۰ افغانۍ دي، یو پیپ ۱۶ لیټره غوړ په ۲۸۲۰ افغانۍ دي، یو من بوره ۴۲۰ افغانۍ او یو بوجۍ ویرجې په ۲۶۰۰ افغانۍ دي.»

بل خوا یو شمېر کارګران چې د واټونو پرغاړو کارکوي، وایي، چې د خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري.
 
د کابل اوسېدونکی عبدالباري څرګندوي:«بې کاري او بې روزګاري ده، خلک پیسې نه لري، په روژه کې هر کال نرخونه پورته خېژي.»

په دې لړ کې کابل ښاروالۍ په کابل کې پر هټۍوالو د وېشل شویو نرخپاڼو د عملي کېدو خبره کوي.
   
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي:«هغه حکم چې د ریاست الوزرا له خوا راغلی دی ډېر بنسټونه په کې دخیل دي او مسوولیت لري او ترتیبي موردونه موږ په پام کې نیولي دي؛ د هټیو له جریمه کولو تر مهرلاک کولو پورې او د ګران پلورنې د تکرار په صورت کې عدلي او قضايي بنسټونو ته په رسمي توګه د هغوی معرفي کول.»

د اقتصادي چارو شنونکی قیص محمدي وویل:«کله چې د حکومت له خوا نرخونه ټاکل کېږي باید د واردونکي د لګښتونو ټول ډولونه او د مصرف کوونکي د ژوند وضعیت په هغه کې په پام کې ونیول شي.»

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی،چې تر ډېره خپل خوراکي توکي له نورو هېوادونو په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو راواردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه