Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: ا.ا د حکومت سیاسي جوړښت کې د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې اسلامي امارت د اوسني حکومت په سیاسي جوړښت کې د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی.
 
ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې د اسلام اباد په امنیتي غونډه کې د پاکستان په اړه له څرګندونو سربېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې مثبت او منفي اړخونو ته په نغوتې سره کړې دي.

د افغانستان لپاره امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي:«له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل مثبت او منفي اړخونه لري او موږ ټول په کې ښکېل یوو. مثبت اړخونه یې دا دي چې، په دغه هېواد کې جګړه پایته ورسېده او داسې یو حکومت شته چې، ټول افغانستان اداره کوي؛ خو منفي اړخونه یې د یوه مشروع حکومت نه رامنځته کېدل دي او د افغانانو تر منځ د خبرو له لارې باید یو ټول ګډونه حکومت رامنځته شوی وای؛ خو داسې ونه شول.»

له دې سره سم، د پاکستان لوی درستیز په دې غونډه کې په افغانستان کې د سرپرست حکومت فعالیتونه د قناعت وړ نه ګڼي او وايي، که چېرې د افغانستان وضعیت ته رسېدنه ونه شي؛ نو د ده په باور دغه هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه زیاتوي:«موږ باید ډاډه شو چې، ۴۰ مېلیونه افغانان چې، په ډېر بد وضعیت کې دي، نه هېرېږي. که چېرې افغانستان ته پام ونه شي؛ نو د کډوالۍ له کړکېچ سربېره افغانستان به بیا ځلي د ترهګرو پر مرکز او هغه ځای چې، داعش په کې وده کړې، بدل شي او ښايي د سپټمبر د یولسمې د پېښې په څېر نورې ډېرې پېښې هم رامنځته شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم څرګندوي:«نړۍواله ټولنه باید له افغان چارواکو سره په تعامل د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي؛ د افغانستان د شتمنیو ازادېدل به په دغه هېواد کې دوامداره پراختیا تضمین کړي. په دغه هېواد کې د اقتصادي او بشري ناورینونو د حل لپاره نړۍوالې ټولنې ته په کار ده چې، خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.»

خو کابل بیا د ښاغلي خلیلزاد څرګندونې د هغه شخصي نظر ګڼي او وايي چې، اسلامي امارت د دوحې هوکړې ته ژمن دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«خلیلزاد اوس یوزاې یو شخص دی او کوم دریځ نه لري. او د کوم هېواد او یا د کوم سازمان استازیتوب نه کوي، نو نظرونه یې شخصي دي او دم ګړۍ په هېواد کې هر څه د ژمنو او اصولو په مطابق روان دي.»

په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کېدل د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالو یو له شرطونو ګڼل کېږي او تل په نړۍوالو غونډو کې پرې ټينګار شوی؛ خو اسلامي امارت بیا دغه سرپرست حکومت ټول ګډونه ګڼي.

په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کېدل د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالو یو له شرطونو ګڼل کېږي او تل په نړۍوالو غونډو کې پرې ټينګار شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه