Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه کابو شوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه کابو شوي او دغه ډله په تېرو څو میاشتو کې د هېڅ ډول برید وس نه دی لرلی.

امیر خان متقي یوځل بیا ټینګار کوي چې اسلامي امارت نړۍ ته په خپلې دې ژمنې ژمن دی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ضد ونه کارول شي.

 ښاغلي متقي وویل:«داعش په تېرو څلورو میاشتو کې نه دی توانېدلی چې عملیات ترسره کړي. اوس ویلای شو چې افغانستان یو امن هېواد دی او هغه ژمنه چې موږ له نړۍ سره کړې ده چې د افغانستان خاوره به د هېچا په ضد استفاده نه شي، پر همدې ژمنې روان یوو.»

تر دې وړاندې د امریکا جګپوړو پوځي چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د اوړي په رارسېدو سره به په افغانستان کې د داعش بریدونه زیات شي.

ښاغلی متقي دغه راز چین ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک ګڼي او له نړۍ غواړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل:«غونډه ډېره ګټوره او مثبته وه، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ګډون کړی وو، ښې غونډې مو لرلې او هیله ده چې دا ډول غونډې ښې پایلې ولري او د افغانانو لپاره ښه زیري ولري.»

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، چې افغانستان اقتصاد محورسیاست خپل کړی دی او اوس مهال په افغنستان کې د پانګونو زمینه برابره شوې ده.
 
د سیاسي چارو شنونکی جاوېد سنګدل په دې هکله څرګندوي:«تر هغې چې کورنۍ سترې ستونزې حل نه شي او له پراخو ملي، سیمه ییزو، نړۍوالو پروګرامونو سره یو قانوني حکومت ونه لرو، شونې نه ده چې موږ د سیمې په سترو اقتصادي پروژو کې فعال حضور ولرو.»

چین یو له هغو هېوادونو دی، چې لیدل کېږي د افغانستان له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري او د چین له لوري په بیجینګ کې د افغانستان په سفارت کې د اسلامي امارت ډيپلوماټان هم منل شوي دي، خو چین تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له یوې چینایۍ رسنۍ سره په مرکه کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د کابو کولو خبره کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه