Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'افغانستان کې مېلیونونه تنه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي'

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام له افغانستان سره بشري مرستنې بسندویه نه ګڼي او وايي چې په دغه هېواد کې په مېلیونونه تنه له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوول په یوې غونډه کې ټينګار کوي چې له اقتصادي پراختیا پرته به افغانستان ټيکاو ونه مومي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چاروکي په افغانستان د خلکو پر ناوړه اقتصادي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي، چې هڅه کوي د خلکو د ژوندانه اړتیاوې پوره کړي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مسوول عبدالله الدرداري وویل:«سره له دې چې بشري مرستې خورا مهمې دي خو کافي نه دي او موږ اړتیا لرو چې خلکو ته ژوند برابر کړو. د خلکو پر ژوند د تمرکز لامل پر دې سربېره چې مېلیونونه خلک له بشري وضعیت نه ځورېږي، دا دی چې مېلیونونه تنه نور د اقتصادي سقوط په درشل کې دي. موږ غواړو په څرګنده توګه ووایو چې که غواړو په افغانستان کې بشري ستونزې کمې کړو، اړتیا لرو چې خلکو ته ژوند برابر کړو.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی زیاتوي،چې په افغانستان کې ثبات په دغه هېواد کې په اقتصادي ثبات پورلې تړلی دی.
 
د اقتصاد وزارت معین عبداللطیف نظري وویل:«موږ د بهرنۍ پانګې او همدارنګه د بهرنیو موسسو د جلب په درشل کې بریالي یوو او په کورني اړخ کې هم هڅه کوو چې له کورنیو کوچنیو پانګو سره کوچنۍ دندې رامنځته او پیاوړي کړو.»

بل خوا د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه ټویټ کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام خبره کوي.
 
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي دي:«WFP یا د خوړو نړۍوال پروګرام په ټول افغانستان کې له اړمنو کسانو سره مرستو ته دوام ورکوي. WFP یوازې په بدخشان کې په تېرو ۳ میاشتو کې له ۹۰۰ زره کسانو سره مرسته کړې ده.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریښتیا څرګنده کړه:«نړۍ دې له افغانستان سره تعامل وکړي، اقتصادي بندیزونه دې رفع شي، د افغانستان د پيسو زېرمې دې ازادې شي او هغه پراختیايي پروګرامونه چې د نړۍوال بانک له خوا تمویل کېدې، بیاځلې خوځښت ورکړل شي ترڅو دندې رامنځته شي او د نقدینګۍ ستونزه حل شي.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس‎مهال په افغانستان کې ۲۳ مېلیون تنه له سختې لوږې سره مخ دي او ۹۵ سلنه خلک په درېیو څاښتونو کې د خوراک لپاره پوره خواړه نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه