Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل «پل خشتي» جومات کې چاودنې شپږ تنه ټپيان کړي

د کابل په لومړۍ حوزې اړوند سیمې پل خشتي جومات کې چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ټپيان کړي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ په وینا، د پلازمینې د لومړۍ حوزې اړوند په دې جومات کې چاودنه هغه مهال وشوه چې، خلک د ماسپښین د لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل:«د لومړۍ حوزې په اړوند پل خشتي جومات کې، یوه کس نن ماسپښین د لمانځه د ادا کولو پر مهال لاسي بم واچوه، چې له بده مرغه په دغې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي. د یوه ټپي روغتیايي وضعیت نازک دی. د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی او پلټنې روانې دي او جزییات به وروسته له تاسو سره شریک شي.»

د پېښې شاهدان د دغې چاودنې په اړه بیا بل ډول کیسه کوي او د ټپیانو شمېر له شپږو ډېر ګڼي.

د پېښې شاهد پاینده وايي:«لمونځ مو وکړ دعا مو کوله، دروازې ته رسېدلي وو چې چاودنه وشوه چاودنه ډېره قوي وه.»

په روانه اوونۍ کې دا دویمه ورته پېښه ده چې، په کابل کې ترسره کېږي. د یکشنبې په ورځ د کابل په شهزاده سرای کې د یوې چاودنې له امله چې، کورنیو چارو وزارت هغه د لاسي بم چاودنه وبلله، یو کس ووژل شو او نږدې ۶۰ نور ټپیان شول. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه