Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو په تړاو دنړۍوالو بنسټونو اندېښنې

د نجونو د متوسطو او لېسو د نه پرانیستو د اندېښنو په لړ کې، ځينې نړۍوال بنسټونه په پرله پسې توګه اندېښنه څرګندوي.
 
په دې تړاو د نړۍوالو غبرګونونو په دوام دا ځل اروپايي ټولنې او د بشري حقونو څار بنسټ ژر تر ژره په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو څار بنسټ د اسلامي هېوادونو د همکاریو له سازمانه غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستې لپاره یو کار وکړي. 

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هیډر بار وايي:«دا مهمه ده چې، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان چې، ۵۳ هېوادونو استازیتوب کوي یوه اعلامیه وګورو. د دغه کړکېچ په تړاو د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو لېدنه چې په همدې ورځو کې ترسره شوه، هم اغېزناکه وه. خو زه اندېښمنه یم، داسې نه چې، د نړۍ په کچه د ښځو د دغه جدي ناورین د حل په تړاو یوه تل پاتې لار ونه مومو.» 

مېرمن بار زیاتوي:«موږ د هغو هېوادونو ګډې پرېکړې ته چې، د طالبانو دغه کار یې ناسم ګنلی اړتیا لرو؛ څو دغه چاره په خپل لومړیتوب کې راولي او د یوې واقعي حل لارې د موندلو لپاره تل خپل غږونه پورته کړي.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل هم څرګندوي:«طالبان باید د نجونو د زده کړې د مخنیوي له پرېکړې راوګرځي او دغه چاره نه زموږ او نه هم د نړۍوالې ټولنې لپاره وشي؛ بلکې دا باید د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره وشي.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ هم په یوه ټویټ کې لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې تړل شوي دي.

د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي څرګندوي:«۲۰۲ ورځې کېږي چې چې د درس، لوست او ښوونځي مفاهیم او ښکارندې د افغان نجونو او ښځو لپاره ناهیلې کوونکې او ترخې کیسې لري. که څه هم د افغانانو لپاره یې نامعموله کړنه او په معمول توګه د طالبانو لپاره د نړۍوالو غوصه راپارولې ده.»

له بل لوري یو شمېر زده کوونکي له اسلامي امارته غواړي چې، ژر تر ژره د نجونو ټول ښوونځي پرانېزي.

زده کوونکې ندا وویل:«موږ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو موږ د تېرو شلو کلونو نجونې نه یوو، نه تسلیمېږو او خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

تر دې مخکې پوهنې وزارت ویلي و، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې په تړاو یې یوه طرحه رییس الوزرا ته استولې او د یادو بند پاتې ښوونځیو د پرانیسته مسله د اسلامي امارت مشرتابه پورې تړاو لري. 

څه باندې ۲۰۰ ورځې کېږي چې په ټول افغانستان کې د متوسطو او لېسو زده کوونکې ښوونځیو ته نه دي تللې.

شریک یي کړئ