Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت په هلمند کې پر یوې ډيپو د هوايي برید خبر رد کړ

اسلامي امارت وایي، د هلمند ولایت شوراب سیمې ته نږدې د چاودنې غږونه د زړو مایونو د چاودنې له کبله و.

د اسلامي امارت ویاند انعا‌م‌الله سمنګاني وايي: «هغه اوازې چې ګواکې د هلمند په شوراب سیمه کې کوم هوايي برید شوی او په پایله کې یې تلفات رامنځ‌ته شوي، هېڅ حقیقت نه‌لري؛ بلکې دا هغه مایونونه وو چې د هلمند له بېلابېلو برخو راټول شوي وو او له منځه یوړل شول او د چاودنو غږونه هم له همدې کبله وو.»

له دې وړاندې د مډرن ډېپلوماسۍ په نوم یوې ورځپاڼې د استخباراتو له قوله لیکلي وو چې امریکا د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د اسلامي امارت پر یوې ډیپو هوايي برید کړی دی.

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي: «د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د هلمند ولایت په شوراب اډه کې د طالبانو یوه ډيپو د امریکا هوايي برید لاندې راغلې او د طالبانو چارواکو غوښتل دا مهمات سویل لویدیځ ته ولېږدوي.»

په داسې حالاتو کې د دا ډول بریدونو پایلې به څه وي؟

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني په‌دې اړه وايي: «که داسې برید شوی وي، دا د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه په ښکاره سرغړونه ده.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «اوسنی حکومت د امریکا تر سختو نیوکو لاندې دی، دا په دې خاطر چې په افغانستان کې یې ډېرې وسلې پرې ایښي دي او دا برید پر طالبانو نه‌؛ بلکې د وسلو پر ډیپو شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو، امریکا په افغانستان کې ګڼ شمېر وسلې پرې ایښې او د دې شونتیا هم شته چې امریکا د دې وسلو د بېرته تر لاسه کولو لپاره افغانستان ته خپل ځواکونه واستوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه