Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت ښه والي په پار د اسلامي امارت هڅې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په ایران کې د کډوالو د وضعیت په هکله په کابل کې د ایران سفارت له چارواکو سره خبرې شوې دي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ځورولو په تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته، دغه کار له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

 په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن او د هغوی د شکنجې د ويډیوګانو خپرېدل له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

دغې مسلې په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولې دي او د ټولنیزو شبکو کارونکو په دې تړاو د نړۍوالو  څېړنو غوښتنه کړې ده.

د ټولنیزو شبکو کارونکی وايي:«په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن او د هغوی ځورول د زغم وړ نه دي.
د بشري حقونو د دفاع  بنسټونه او اړوند نور نړۍوال سازمانونه باید دغه راز پېښې وڅېړي او د مخنیوي لپاره یې قانوني اقدامات ترسره کړي.»

بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي وايي:«که څه هم د ایران دولت ژمنه کړې ده چې د کډوالو حقونه رعایت کوي، خو له بدغه مرغه حقیقت دا دی چې کډوال لا هم له ننګونو سره مخ دي.»

بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي،چې د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو میثاقونو پر بنسټ کوربانه هېوادونه باید د کډوالو حقونو ته ژمن وي.

د سیاسي چارو شنونکي  مجتبی کریمي وویل:«د ۱۹۶۶ سیاسي کلتوري او ټولنیز میثاق دا ډول شرحه کوي چې کوربه هېوادونه باید د کډوالو بنسټيز حقونه رعایت کړي او د هغوی د ژوندانه لپاره ډېرې اسانیتاوې ورته برابرې کړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا، په ورځ کې تر شپږ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستنېږي،چې له دې منځه ډيری یې په اجباري توګه له ایرانه را ایستل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه