Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشري حقونو د څاربنسټ: د بامیاني نجونو مسلې دې روښانه شي

بامیانو کې د معترضو نجونو د نیولو په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته، د بشري حقونو د څار بنسټ د اسلامي امارت له لوري د دغې مسلې د روښانه کېدو غوښتنه کوي.

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي د هغو رپوټونو په هکله اندېښمن دی چې ویل کېږي طالبانو په بامیان ولایت کې ۱۱ نجونې نیولې دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هېډر بار وايي:«موږ د هغو رپوټونو په تړاو اندېښمن یوو چې ښایي په بامیانو کې د یوه پروګرام ګډونوالې ښځې د طالبانو له لوري نیول شوې وي. دا واقعاً د هغې پېښې ته د ورته پېښې ښودنه کوي چې څو میاشتې وړاندې وشوه، هلته چې طالبانو اعتراض کوونکې ښځې نیولې وې او د هغوی نیول یې رد کړې وو او هغوی یې له ناوړه وضعیت سره مخ کړې وې. نو موږ له نړۍوالې ټولنې په تېره بیا د امریکا او نورو هېوادونو له سفارتونو غواړو چې وضعیت و ارزوي او که چېري هغوی نیول شوې وي د خوشې کېدو لپاره یې ګام پورته کړي.»

په هغو ویډیوګانو کې چې څه موده وړاندې خپرې شوې، لیدل کېږي، چې په بامیانو کې په یوې رسمۍ غونډه کې یو شمېر نجونې د سټېج نصب شوې بنرونه څېرې کوي.

تر دې پېښې وروسته، د بامیان ځایي رسنۍ او د ښځو د حقونو فعالانې ادعا کوي، چې د اسلامي امارت له لوري په دغه ولایت کې له لسو ډېرې نجونې په جلا جلا توګه نیول شوې دي.

د بشري حقونو فعاله سمیه فعال وايي:«درې تنه هغه زده کوونکې نیول شوې دي چې تېره اوونۍ یې په اعتراض کې د طالبانو بنرونه او پوسټرونه څيرلي وو ازادې شوې دي او له بده مرغه د اوو تنو نورو هېڅ معلومات نشته.»

د بشري حقونو فعاله مونسه مبارز هم څرګندوي:«مهمه نه ده چې طالب ډله دې دغه موضوع ومني یا نه، مسوولیت اخلي او که نه؛ هغه څه چې مهم دي دا دي د نیولو او بندي کولو عاملان د قانون او شریعت خلاف او همدارنګه د افغانستان خلکو، نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو بنسټونو ته د ټولو انساني موازینو په مخالف مشخص دي.»

په دې لړ کې د بامیان ځایي مسوولان په دغه ولایت کې د معترضو نجونو نیول بې بنسټه ګڼي.

د بامیان د والي ویاند صبور سیغاني وویل:«په بامیان کې د زده کوونکو نجونو نیول یوه شایعه ده او دروغ ي. ښځينه زده کوونکې په هر اړخیزه توګه د اسلامي امارت د حکومت تر ملاتړ لاندې دي او هېڅ نیونه نه ده شوې.»

ویل کېږي، چې دغو نجونو تر هغې وروسته په یو لړ رسمي مراسمو کې اعتراض وکړ چې په بامیانو کې د اسلامي امارت چارواکو د ښوونځيو د پرانیستلو د مسلې په تړاو وربللې وې، خو په دې غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په تړاو خبرې وشوې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه