Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ډپيلوماټيکې لارې له پاکستان سره د شخړو پر حل د ا.ا ټينګار

په نیمروز کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځيانو د پوځي چمتووالي له رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس کابل وايي چې دغه مسله به له ډپيلوماټیکې لارې حل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال سره له دې چې، دا یوه وړه پېښه ګڼي؛ خو وايي  چې، کابل له هېڅ هېواد سره د جنجال پلوی نه دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«اسلامي امارت د دې غوښتونکی دی چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره نیکې اړیکې ولري او نه غواړي چې له هېڅ هېواد سره په شخړه شي. د اسلامي امارت مشران په هڅه کې دي چې دغه رامنځته شوې پېښې، د همدغې موضوع په ګډون مقابل لوري ته د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي.»

بلخوا یوه سرچینه هم طلوع نیوز ته وايي چې د دغې ستونزې د حل لپاره د کابل او اسلام اباد له لوري پلاوي ګومارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په نیمروز کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر یوې پاکستاني پوځي چورلکې د ډزو په هکله رپوټونه خپاره شول او له هغې وروسته پاکستان ګواښ وکړ چې پوځي ځواب ورکوي.

د نیمروز اوسېدونکی  وايي:«د دولتونو یوه له مهمو دندو د ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد له پولو ساتنه ده. هغه دولت چې له خپلو پولو ساتنه ونه کړي، دولت نه دی.»

لا تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:«د پاکستان پر پوځي چورلکې له افغانستانه برید شوی، څوک نه دي وژل شوي هغوی وايي چې د طالبانو له خوا ډز شوی، خو ډز چې شوی هغوی یې په اړه پلټنې غواړي چې دا کار د چا له خوا شوی دی.»

د پوځي چارو شنوونکي حکمت الله حکمت وویل:«که چېرې پاکستانیان له ډپيلوماټيکو لارو حل لار غوره کړي موږ هم له ډپيلوماټيکې لارې حل لار غوره کوو، خو که چېرې د زور له لارې مخته ولاړ شي، باید پوه شي چې له یوه مجاهد ملت سره چې ناټو ته یې ماتې ورکړه مخامخ دی.»

له بل لوري ځينو سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې، د دغې مسالې د حل لپاره د کابل او اسلام اباد له لوري پلاوي ګومارل شوي دي.

په ظاهره داسې ښکاري چې، د اسلامي امارت ځواکونه د نیمروز په چار برجک ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د تیار سئ په حالت کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه