په کابل کې د ایران سفیر په خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو کې چې په کې افغان کډوال ځورول او ربړول کېږي په غبرګون کې وايي چې دا د خلق مجاهدینو په نامه سازمان کار دی.
بهادر امینیان له طلوع نیوز سره په مرکه کې زیاتوي چې د دغه سازمان په زرګونه تنه په سیسټماټيکه توګه د دا ډول ویډیوګانو په تولید بوخت دي.
نوموړی د دغه کار موخه د کابل او تهران د اړیکو خرابېدل ګڼي.
کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وايي:«موږ د سازمان مجاهدین خلق په نامه یوه ډله لرو، چې څو زره تنه یې د ایران جهوریت په خلاف یوازې کلپ تولیدوي. چې په افغانستان او ایران کې فعالیت کوي.»
نوموړی همداراز زیاتوي، له افغان کډوالو سره ناسم چلن د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست نه دی. دی وايي، دمګړۍ په ایران کې د افغانستان سفارت د دغه هېواد له سرپرست حکومت سره په همکارۍ فعال دی.
هغه زیاته کړه:«د پخواني حکومت پورې اړوند دي خو اوس له سرپرست حکومت سره هم کار کوي.»
له دې سره سم، په کابل کې د ایران سفارت په یوې اعلامیې کې ایران ته په ناقانونه لارو د نورو هېوادونو د اوسېدونکو وراوښتل د دغه هېواد د ملي حاکمیت نقض کېدل بللی دی.
له بل لوري په کابل کې د ایران سفیر په افغانستان پر ملي پخلاینې ټینګار کوي او وايي چې، په دې چارې سره به د ډېریو کډوالیو مخه ونیول شي.
ښاغلي امینیان څرګندوي:«هیله لرو چې د افغانستان مسایل هم حل شي دلته یوه ملي پخلاینه رامنځته شي. دلته ټول قومونه ځان په حکومت کې وویني.»
په افغانستان کې د ایران سفیر زیاتوي، د ایران حکومت چمتو دی چې، په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د حل لپاره په بیلابیلو برخو کې همکاري وکړي؛ څو په وینا یې افغانان کډوالۍ ته اړ نه شي.
په دې اړه مو اندونه