Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه کې اسلامي امارت ته د سفارت له سپارلو خوشبیني

کابل په روسیه کې اسلامي امارت ته د افغانستان سفارت د دواړو هېوادونو د ډپيلوماټيکو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې تېره ورځ  په مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت ډپيلوماټ ته وسپارل شو.

کابل ټينګار کوي چې اوسنی حکومت حق لري چې له هېواده بهر د افغانستان د سیاسي استازولیو مدیریت په غاړه واخلي او په مسولانه توګه له نړۍ سره تعامل ولري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  انعام الله سمنګانی وايي:«په مسکو کې د افغانستان د اوسني حکومت ډپيلوماټ خپله اعتبار پاټه ترلاسه کړه. موږ د دغه کار له امله د روسیې له فډراسیونه مننه کوو او هیله لرو چې په راتلوونکي کې په روسیه کې هېوادوالو ته ښې کونسلي خدمتونه برابر شي.»

اسلامي امارت وایي، چې تر اوسه د سرپرست حکومت ډيپلوماټانو په چین، ایران، پاکستان، قزافستان او یو شمېر عربي او افریقايي هېوادونو کې خپل کارو پیل کړي دي.

پخواني ډيپلوماټ نورالله راغي وویل:«په مسکو کې د طالبانو له ډپيلوماټانو هرکلی او هغه څه چې طالبانو خپل ډپيلوماټ ته د سفارت سپارل ګڼلي دي د ځينو نور اقداماتو په لړ کې شوي دي چې دا ټول له مسکو سره د طالبانو نږدې والی ښيي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم څرګنده کړه:«روسیه یوازې غواړي چې له کابله په سفارت کې یو استازی وي چې سفارت ورته په درد وخوري خو استازی یې د سفیر په توګه نه دی پېژندلی.»

که څه هم په کابل کې د اروپایي ټولنې په ګډون د لسو هېوادونو استازولۍ فعالې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه