Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې د فعالیتونو بیا پیلېدل

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له څو میاشتني ځنډ وروسته خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل. د دې خونې مسوولانې وايي، د ښځینه سوداګرو د کاروبار د غوړېدو او دوی ته د نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دوی زیاتوي، په وروستیو اوونیو کې د ښځو سوداګریز فعالیتونه یو ځل بیا غوړېدلي دي.

په لوېدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره بهناز سلجوقي وايي: «دا چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې دروازې پرانیستل شوي او فعالیتونه یې پیل شول؛ ښځو نوره هم انګېزه واخیستله او ان تر دې هغه ښځو چې خپل سوداګریز فعالیتونه یې ځنډولي وو، بېرته له سره پیلوي.»

ورته مهال په هرات کې یو شمېر سوداګرې ښځې وايي، په تېرو څو میاشتو کې د کارونو ځنډېدو له کبله سختې زیامنې شوي او په وینا یې اوس اړوند بنسټونه دوی ته باید د تولیداتو د ډېرښت او بهر ته یې د د لېږلو په برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

سوداګره اقلیما رحیمي وايي: «اوس چې هره ښځه کار کوي د خپلې کورنۍ اړتیا پوره کوي.»

سوداګره صدیقه تمسکي وايي: «د افغانستان لپاره دې د صادراتو څانګه پرانیستل شي چې زموږ توکي له مالیو پرته نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.»

د هرات سیمه‌ییز مسوولان بیا په دې ولایت کې د ښځینه سوداګرو لپاره د هر ډول اسانتیاو د برابرولو ډاډ ورکوي. دوی همداراز وايي، په لوېدیځ زون کې د ښځینه سوداګرو د فعالیتونو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌شته.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس محمد زبیر دین‌پرور وايي: «د اسلامي امارت له توانه چې هر ډول همکاري پورته وي، موږ ترې ملاتړ اعلانوو، که هغه د ویزو ورکړې او بهر ته د توکو د لېږد په برخو کې وي.»

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني وايي: «هغه ټولې چارې چې د خویندو، مېرمنو او د افغانستان د ښځو د اقتصادي، کلتوري او ښوونیزو برخو کې د اسانتیاوو سبب کېږي، د اسلام په چوکاټ کې ورته وړاندې کېږي.»

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه ۱۳۰ ښځینه غړي لري. د دې خونې مسوولانې وايي، په هېواد کې له وروستیو تحولاتو سره سم، یو شمېر ښځينه سوداګرې/سوداګر له هېواده وتلې دي. په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو له مخې، دمګړۍ په دې ولایت کې په غیر رسمي توګه شاوخوا ۱۵۰۰ نجونې او ښځې پر سوداګریزو چارو بوختې دي.

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان زیاتوي، په وروستیو اوونیو کې د ښځو سوداګریز فعالیتونه یو ځل بیا غوړېدلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه