Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دیني عالمانو مجمع: د نجونو پر زده کړو دې ټول بندیزونه لېرې کړل شي

په هېواد کې د نجونو د متوسطو او لېسو د نه پرانیستل کېدو پر وړاندې د غبرګونونو په لړ کې اوس د هېواد دیني عالمانو مجمع په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د ټولو بندیزونو لېرې کولو غوښتنه کوي.
 
د دین دغه عالمانو د یوې بیانیې په خپرولو سره د زده کړو ترلاسه کول د نجونو بنسټيز حق ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي بیاپرانیزي.

په اعلامیه کې راغلي دي:«شرعي نصوصو ته په کتنه او زموږ د شرعي ستر تراث مطالعې څخه دا په ډاګه کېږي، چې مومنه ښځه د نارینه ترڅنګ پوره حق لري چې شرعي او عصري علوم زده کړي او د عالمې او متعلمې په توګه له یوه پلوه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي او له بله پلوه د علم له ستر فضیلت څخه برخمنې شي. له دې کبله له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې نجونو ته د زده کړې دروازې پرانېزې او په دې اړه ټول خنډونه پورته کړي.»

دیني عالم مفتي محمد اجمل صلاح وايي:«د لومړیتوب حق لري چې ټولې زمینې ورته برابرې شي او د اسلام سپېڅلي دین له پلوه هر مسلمان د زده کړو او تعلیم حق لري او ورته برابر شي.»
 
د دیني علومو استاده جمیله افغاني هم څرګندوي:«حضرت محمد (ص) وفرمایل چې علم فرض دی او طالبان د شرعیت د احکامو د تحویل دارانو په حیث په کوم بنسټ راځي او پر نجونو زده کړې محدودوي.»

له دې سره هم مهاله په اروپا کې د مسلمانانو د ټولنې مرستیالې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي. ایوان ریډلي وایي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په کتنه کې له هغوی غوښتنې دي، چې د نجونو متوسطې او لېسې ژر تر ژره پرانېزي.
 
د اروپا د مسلمانانو د ټولنې مرستیالې ایوان ریډلي وویل:«یوازې هغه څه چې ما نه دي لیدلي، دا وو چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه ځي.او دا هغه څه دي چې ما یې له طالبانو سره په کتنه کې هم یادونه وکړه. دوی په یوه تاریخي کنفرانس کې هم ژمنه کړې وه، چې د نجونو ښوونځیو ته به اجازه ورکړي.»

بل خوا په جرمني کې یو شمېر مېشتو افغانانو او جرمنیانو له شپږم ټولګي د پورته ښځينه ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو پر وړاندې اعتراض وکړ او د ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه یې وکړه.

په جرمني کې افغان کډوال وايي:«موږ له افغان نجونو سره یوو او هغوی ته وايي چې ډېر ژر به ښوونځیو ته ولاړې شئ.»

څه باندې ۲۰۰ ورځې کېږي، چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلې دي، د سرپرست حکومت دغه پرېکړه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونو سره مخ شوې ده او په تر ټولو تازه مورد کې نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستو دوام د ټولو نجونو لپاره د ښوونځيو په پرانیستلو پورې مشروط کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه