Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: اتو میاشتو کې یونیم مېلیون برېښنايي تذکرې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په وروستیو اتو میاشتو کې په ټول هېواد کې یو مېلیون او ۵۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

د دغې ادارې ویاند زیاته کړه چې په کابل او ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د وېش ۷۳ مرکزونه فعال دي او د ورځې زر تنه د تذکرو د اخیستو لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه کوي.
 
د احصاییې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وویل:«په ۳۴ ولایتونو کې زموږ فعالیتونه په عادي توګه جریان لري او د اتو میاشتو په لړ کې په ۳۴ ولایتونو کې موږ یو نیم مېلیون تنو ته برېښنايي تذکرې وېشلې دي.»

که څه هم یو شمېر هېوادوال د برېښنایي تذکرو د لګښت پر لوړېدو اندېښنه څرګندوي، خو د برېښنایي تذکرې د اخیستو په بهیر کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو ته خوشبین دي.

دوی وایي، چې اوس مهال هره ورځ د برېښنایي تذکرو د وېش ټول مرکزونه د خلکو پر مخ پرانیستي وي.

خو دلته داسې کسان هم شته دي، چې وایي پر ستونزو یې غور نه کېږي.

د کندوز اوسېدونکی امان الله وايي:«موږ ته وايي چې ستاسو کار په کورنیو چارو وزارت کې بند دی، تاسې ولاړ شئ او د سې شنبې په ورځ راشئ، یوه اوونۍ کېږي چې همدا ډول سرګردانه یوو.»
 
د څلورمې کارتې د برېښنایي تذکرو د وېش د مرکز مدیر زاهد رحمان زاهد په دې هکله څرګندوي:«مراجعین له قانوني مراحلو خبر نه دي او د هغوی لپاره چې موږ د قانوني پړاونه د کچ کېدو په هکله خبرې کوو هغوی دا سرګرداني ګڼي.»

که څه هم د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر د جمهوریت پرمهال هم له ستونزو سره مخ و، خو د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته نږدې دوه میاشتې دا بهیر په ټپه درېدلی و چې د هېوادوالو اندېښنې یې راپارولې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه