ځېنې هېوادوال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په کابل، خوست او کندهار کې د بې پيلوټه الوتکو ګرځېدېدل د هېواد په هوايي حریم کې د اندېښنې وړ ګڼي.
دوی وايي چې نه پوهېږي دغه الوتکې د کوم هېواد دي او د کومې موخې په پار د افغانستان په هوايي حریم کې ګرځي.
دغه مسله په خوست کې ډېره توده شوې ده. د دغه ولایت اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ د یوه لاریون پرمهال له امنیتي ادارو په دې تړاو د وضاحت غوښتنه وکړه.
د خوست اوسېدونکی احساس وايي:«په دې وروستیو کې بې پیلوټه الوتکې په خوست ولایت کې ګرځي. د خلکو په منځ کې دا اندېښنه رامنځته شوې ده چې دا الوتکې په کوم هېواد پورې اړوندې دي.»
د خوست بل اوسېدونکی شریف الله:«د خوست د ټولو خلکو په منځ کې دا اندېښنه پيدا شوې چې دا الوتکې د چا دي، نو زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې د دغو الوتکو په هکله خلکو ته معلومات ورکړي چې دغه الوتکې په چا پورې اړه لري او د څه لپاره ګزمې کوي.»
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي هم وایي، چې په وروستیو ورځو کې یې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو په فضا کې بې پيلوټه الوتکې لیدلې دي.
د کندهار یو تن اوسېدونکي وویل:«ډېری شپې موږ په کندهار کې د بې پیلوټه الوتکو غږ اورېدلی او د دې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې هم اورېدلي چې په نورو ولایتونو کې هم شتون لري.»
په دې وروستیو کې د هېواد پر هوايي حریم د بې پېلوټه الوتکو ګرځېدو پوښتنې راولاړې کړې دي.
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم څرګندوي:«شونې ده چې ګاونډي هېوادونه وي او یا لېرې ځواکمن هېوادونه وي او دا په هغوی پورې اړه لري، دا یوه مسله ثابت وي چې د افغانستان هوايي قلمرو څېښتن نه لري.»
اسلامي امارت هم له دې پرته چې د بې پيلوټه الوتکو د ګرځېدو د څرنګوالي په تړاو جزیات ورکړي، وایي، چې اوس مهال افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی او باید د افغانستان ځمکنی او هوایي حریم نقض نه شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«اوس چې زموږ د هېواد امنیت تامین شوی او زموږ له هېواده هېڅ هېواد ته کوم ګواښ متوجه نه دی، نو اړتیا نشته چې زموږ د هېواد د فضا په ګډون کوم کس او یا کوم هېواد لاسوهنه وکړي.»
د کابل د هوایي ډګر د عملیاتو د برخې یوه سرچینه هم تاییدوي،چې کله ناکله د دغه هوایي ډګر د رادار پر/ پرده د ۳۵ زره فوټه په لوړوالي سره بې پيلوټه الوتکې ترسترګو کیږي، خو څرګنده نه ده،چې دغه الوتکې په کوم هېواد پورې اړوند دی او کوم هدف تعقیبوي.