د اطلاعاتو او کتلور وزارت په کابل کې د کتاب او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ کړ چې پهدې نندارتون کې یو شمېر کتاب پلورونکو او متشبثو ښځو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
کتاب پلورونکي او متشبثې ښځې له حکومته غواړي چې هغوی ته د کار لپاره ښه زمینه برابره کړي. یو شمېر ښځو چې پهدې نندارتون کې یې ګډون کړی و، له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته د کار اجازه هم ورکړل شي.
متشثبه رحیمه حاجيزاده وايي: «دایمي بازار نهلرو او د متشبثو ښځو لپاره دې دایمي بازار په پام کې ونیول شي، ځکه هر رژیم چې راغلی متشبثو ښځو پهکې ځای نه درلوده.»
د ارزو په نوم یوې بلې متشبثې طلوعنیوز ته وویل: «هغه کارونه چې به مو پخوا کول، یو ځل بیا دې وغوړول شي.»
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال چې په دې پروګرام کې یې ګډون کړی و، د دې نندارتون جوړېدل ګټور بولي او د متشبثو مېرمنو د کارونو ستاینه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد وايي: «دا زموږ لپاره یو دستور او لارښود دی، خدای دې توفیق راکړي چې د قیامت تر ورځې پورې پر قرانکریم عمل وکړو او خدای دې زموږ په هېواد کې تل د قران کریم رڼا بله وساتي.»
بلخوا د افغانستان د ناشرانو د ټولنې مسوولان د حکومت له لوري په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د ناشرانو د مدیریت د جوړېدو غوښته کوي.
د افغانستان د ناشرانو د ټولنې رییس سید احمد سعیدي وايي: «همدا د کتابونو چاپوونکي دي چې د انسانانو نظرونه په کتاب کې چاپوي او خپل هېواد ته د لارښوونې لپاره یې وړاندې کوي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولانو د دې پروګرام په وروستیو شېبو کې ژمنه وکړه چې د ټولو متشبثو ښځو او کتاب پلورونکو پر ستونزو به غور وکړي.
په دې اړه مو اندونه