د امریکا بهرنیو چارو وزارت هر کال د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو کې بشري وضعیت او ولسواکي ارزوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو په اړه څرګندونې کړي او زیاته کړې یې ده چې، په تېرو اوو میاشتو کې په دغه هېواد کې د ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ لاسته راوړنې شاتګ درلود.
انتوني بلېنکن ویلي دي:«په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو سره د بشري ناورین او په خپل سر د ځينو ښځو، معترضینو او خبریالانو د نیول کېدو په ګډون د بشري حقونو اړوند مسایل پیکه او د تېر حکومت له امنیتي ځواکونو غچ اخیستنه وشوه او د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار پر وړاندې محدودیتونو ډېر شول.»
له دې سره سم، د بشري حقونو څار بنسټ وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو پېښې ډېرې شوې دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هیډر بار څرګندوي:«د بشري حقونو څار بنسټ د نړۍ په سلو هېوادونو کې فعالیت لري او اوس افغانستان زموږ لپاره لومړیتوب دی. په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د لاخرابېدو په حال کې دی.»
خو کابل بیا د دغو څرګندونو په ردولو سره وايي، واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو سره سم، په هېواد کې د بشري حقونو د نقضېدو پېښې او جنايي جرمونه راکم شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«اوس د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي او اسلامي امارت ژمن دی چې په شرعي چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونه که هغه نرینه دي او که ښځينه یا ماشومان، ساتنه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د برېټانیې بهرنیو چارو وزارت او د ګډو ګټو هېوادونو چې شمېر یې ۵۴ ته رسېږي له خپلو هېوادوالو غوښتي چې، افغانستان ته له تګه ډډه وکړي.
په دې اړه مو اندونه