Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستو د اروپايي ټولنې د یوې غړې ټينګار

د اورپايي ټولنې یوه غړې چې کابل ته راغلې ده د نجونو د ښوونځيو او په اوسني حکومت کې د ټولو قومونو پر ونډې ټينګار کوي.

هنا نیومن وايي که چېرې د نجونو پر مخ ښوونځي پرا نه نیستل شي، د افغانستان د نجونو او د دغه هېواد راتلوونکی به له منځه ولاړ شي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان یوې غړې د ۴شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د ځینو خبریالانو او د تېر حکومت د یو شمېر کارکوونکو د لادرکه کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه او په وینا یې دا نړۍوالې ټولنې ته د منلو نه دي.

د اروپايي ټولنې غړې هنا نیومن وویل:«د اعتراض کوونکو او همداراز د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د تېر حکومت د کارکوونکو د جبري ورکېدو په تړاو مو ډېرې کیسې اورېدلي دي. دا هغه څه دي چې، نه موږ ته د نړۍوالې ټولنې په توګه او نه هم افغان ولس ته د منلو دي.»

نوموړې د نجونو د متوسطو او لېسو نه پرانیسته یوه غمیزه وبلله او زیاته یې کړه چې، په دې سره به د افغانستان راتلوونکې له منځه وړي:«د مارچ پر ۲۳مه مې ولیدل چې، نجونې له خپلو هیلو سره ښوونځي ته روانې شوې؛ خو بېرته په ډکو سترګو خپلو کورونو ته ستنې شوې. ځینو کورنیو له خپلو سپماو خپلو لوڼو ته کتابونه هم اخیستي وو. له بهرني لیده؛ دا یوه غمیزه ده او د دغه هېواد راتلونکې له منځه وړي.»

نوموړې په دې غونډه کې د اوسني سرپرست حکومت د ځواکونو وړتیاو ته په کتو وویل، حکومتوالي د ټولنې د ټولو قشرونو ملاتړ او د هغو غږونو اورېدو ته اړتیا لري.

اغلې نیومن څرګنده کړه:«په ظاهره داسې ښکاري چې، طالبان ښه جنګیالي دي؛ ځکه د دغه هېواد پر نیولو بریالي شول. خو حکومتوالي بیا متفاوتو مهارتونو ته اړتیا لري. دغه چاره داسې رهبرانو ته اړتیا لري چې، د خپلو خلکو غږونه واوري. زه هیله منه یم چې، د ښځو او لږکیو په ګډون د افغانانو تر منځ خبرې وګورم. دا یوه جدي اړتیا ده او له دې پرته به نا هیلي ډېره شي او موږ لیدلي چې، په تېرو وختونو کې دغه ډول وضعیت د تاوتریخوالي لامل شوی دی.»

سره له دې چې، په هېواد کې د نجونو د متوسطو او لېسو تړل پاتې کېدل په کور دننه او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شول؛ خو پوهنې وزارت ویلي، د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستې په تړاو پر یوې طرحې کار روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه