Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل د پخوانيو پوځيانو وژل او یا نادرکه کېدل رودوي

اسلامي امارت د نیویارک ټایمز ورځ پاڼې هغه رپوټ چې د تېر حکومت د پوځيانو او کارکوونکو د وژلو او نادرکه کېدو په هکله خپور کړی دی، ردوي.

نیویارک ټایمز په یوه څېړنیز رپوټ کې وايي چې د تېر حکومت کابو ۵۰۰ پوځيان او کارکوونکي د تېرو اوو میاشتو په لړ کې د اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې وژل شوي او یا هم نادرکه شي دي. دغه پېښه تر ډېره په بغلان او کندهار ولایتونو کې شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي چې دا ډول رپوټونه بې بنسټه دي او د حکومت او خلکو ترمنځ د بدبینۍ په پار خپرېږي.

ښاغلي سمنګاني وویل:«د نیویارک ټایمز رپوټ په بشپړه توګه بې بنسټه، له واقعیته لېرې او مغرضانه دی او د هغه موخه د افغانستان د خلکو او دولت ترمنځ د بدبینۍ او کرکې رامنځته کول دي. په حقیقت کې داسې څه نشته.»

رپوټونه همدارنګه زیاتوي چې اسلامي امارت د بښنې عمومي فرمان نه دی رعایت کړی او په غچ اخیستوونکو کړنو یې لاس پورې کړی دی.

د سیاسي چارو شنوونکی اندړ وايي:«د یوه بریده د دوی خبرې حقیقت ته نږدې وي، خو نړۍوال او افغانان نه دي هېر کړي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمن کېدو سره جدي او انقلابي بدلون رامنځته شوی دی چې موږ د ډېرو بدلونونو شاهد وو او وو به.»

د نیویارک ټایمز په رپوټ کې چې په هغه کې د قربانیانو له کورنیو سره هم خبرې اترې شوې دي، اوه میاشتې وخت ونیو.

د یوه پخواني پوځي زوی د خپل پلار د وژلو کیسه کوي:«پلار مې یو اتل و، کله چې مرده خانې ته ولاړم، ومې لیدل چې شهید پلار مې له واوره سپين برېښېده او ږیره یې هم سپينه پرده ده، زړه مې پړسېدلی و. د طالبانو موخه همدا ده چې یوازې ووژني.»

هغه افسر چې په بند کې د شکنجې او ربړونې کیسه کوي:«له وهلو ټکولو شروع تر دې چې هلته یوه څاه وه، ویل یې چې تاسو دومره کلونه له موږ سره جګړه وکړه او ستاسو له امله زموږ ډېرې غوره څېرې له منځه ولاړې.»

د پوځي چارو کارپوه عزیز معارج طلوع نیوز ته وویل:«هغه څېړنې چې شوي دي او په هغه کې د هغوی له کورنیو سره خبرې شوې دي په بشپړه توګه دغه څېړنه سمه ده. که چېرې دغه بله څېړنه هم تایید شي، کېدای شي ډېره خطرناکه وي او نور هېڅوک په طالبانو اعتماد ونه کړي. په ځانګړې توګه پخواني پوځيان او د پخواني حکومت کارکوونکي، هغوی یوه لاره چاره پیدا کوي چې هېواد پرېږدي.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی نظیر احمد ترکي څرګنده کړه:«که چېرې دغه غچ اخیستنه دوام پيدا کړي، نه یوازې دا چې طالبان به مشروعیت ترلاسه نه کړي، بلکې د طالبانو د رژیم د ډېرې بدنامۍ لامل شي او همدارنګه ملي او نړۍوال مشروعیت به هم له ځنډ سره مخ کړي.»

له بغلان، کندهار، هرات، بدخشان، تخار، ارزګان، ننګرهار، کابل، خوست، هلمند، دایکندي، غور، بلخ، غزني او کندوز په ترتیب سره ډېر قربانیان لرلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ځينو نړۍوالو بنسټونو هم له وژنې او د بشري حقونو له سرغړونې اندېښنه څرګنده کړې ده، خو کابل تل دغه ادعاګانې رد کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه