Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کروندګرو: د اوبو لګونې منظم سېستم نشتوالي ستونزې جوړې کړي

یو شمېر کروندګر وايي، د اوبو لګونې د منظم سېستم د نشتوالي له امله یې کرنیزې ځمکې تل د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.

دوی له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارته غواړي چې د اوبو لګونې سېسټم د جوړولو په برخه کې یې لاسنیوی وکړي.

د ظهور په نوم یو کردوندګر طلوع‌نیوز ته وايي: «تر اوسه پورې باران نه‌دی شوی، په ژمي کې چې واوره شوې، څه ګټه نه‌لري، ځکه غرونه یې زبېښې او سیندونه هم کافي اوبه نه‌لري.»

د یاقوت په نوم یو بل کروندګر هم د باران له نه ورېدو سر ټکوي. هغه وايي: «خپله یې ګورئ چې ځمکې وچې دي. زه مې ځمکې د څاه په اوبو خړوبوم.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په وروستي راپور کې د ۲۰۲۰ کال وچکالۍ ته په اشارې کړې او وچکالي یې د بحران اصلي علت بللی دی.

همداراز، یو شمېر کروندګر په هېواد کې وچکالۍ ته سخت اندېښمن دي. دوی وايي، په روان کال کې د ورښتونو د کمښت له امله به یې په کرنیزو محصولاتو کې کمښت راشي.

یو کروندګر غلام غوث وايي: «د کرنې وزارت باید له موږ سره همکاري وکړي، څو داسې سېسټم جوړ کړي چې زموږ کر او کښت خړوب شي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د هېواد څه باندې ۷۰ سلنه نفوس پر کرنیزو چارو بوخت دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه