د رییس والوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر چې فراه ولایت ته په سفر تللی، هيله ښيي چې ښايي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
د رییس والوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي: «شاید د دې لپاره یو حمکت وي. عملي به شاید وشي انشاء الله، اوس د فل حال لپاره شاید حکمت به پهدې کې وي.»
له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په پراخه کچه له نېوکو سره هممهال د پوهنې وزارت وايي، د نجونو ښوونځيو په تړاو د اسلامي امارت په کچه تحرک پيدا شوی دی او زیاتوي، د اسلامي امارت ټول مسوولان پهدې لټه دي چې يادې موضوع ته مناسبه حللاره پيدا کړي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي: «د اسلامي امارت ټول مسوولان په دې هڅه کې دي چې دې موضوع ته د حل مناسبه لاره پیدا کړي، خو بیا هم دا د اسلامي امارت د رهبري په صلاحیتونو کې ده. د پوهنې وزارت چمتوالی لري، په هره ورځ باندې چې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا حکم وشي له اووم نه تر دولسم ټولګي پورې به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.»
خو په لويه کچه پوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت له لوري تراوسه ولې د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو طرحه وروستۍ شوې نهده؟
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان په دې اړه وايي: «موږ دا طرحه د اسلامي امارت مشرتابه ته ولېږله، د حمل په دویمه د اسلامي امارت د مشرتابه له دفتره حکم راغی چې د يوې بلې جامع طرحې جوړولو پورې دې له اووم نه تر دولسم پورې ټولګي پورې دې ښوونځي موقتا معطل وي، خو اوس چې موږ څومره په جريان کې يوو پهدې موضوع ډېر کار روان دی او ډېره اومیداوري شته چې دې ته يوه مناسب د حل لاره پيدا شي.»
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو بهیر ځنډېدل په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. نړیوالې ټولنې پر اسلامي امارت غږ کړی چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي، خو ظاهراً ښکاري چې تر اوسه د افغانانو او نړیوالو دا غوښتنه نهده منل شوې.
په دې اړه مو اندونه