کابل نن (سې شنبې) درې مرګونو چاودنو شاهد و. لومړۍ چاودنه د دشت برچي په قلعه نو سیمه کې د ممتاز ښوونیز مرکز مخې ته رامنځته شوه او لږ وروسته د کابل ښار په اتلمسه ناحیه کې دوه پرله پسې چاودنې د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي ته څېرمه هغه مهال رامنځه شوې چې زده کوونکي له ښوونځي د وتلو په حال کې وو.
د عبدالرحیم شهید ښوونځي یو شمېر زده کوونکې د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو داسې وایي:
یو زده کوونکی رحمت الله وايي:«کسان دننه به ویالې کې د ویالې تر غاړې لوېدلي وو، د چا لاس او د چا پښه پرې شوې وه.»
زده کوونکې اقلیمه هم څرګندوي:«هغوی له انګېزې او هیلې سره ښوونځي ته تللي وو چې درس ولولي. سپینې جامې یې د هغوی کفن شوو.»
امنیتي سرچینې وایي،چې دغه چاودنې د ځای پرځای شویو ماینونو له امله وې.
د پېښې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، لومړنۍ چاودنه دومره زوروره وه، چې نږدې کورونو ته یې هم زیان اړولی دی.
د سیمې اوسېدونکی هارون وویل:«غوښتل مو چې ټپيان ولېږدوو، پنځه دقیقې تېرې شوې وې چې دویمه چاودنه د همدغې کوڅې په پای کې وشوه.»
د عبدالرحیم شهید په نامه ښوونځی د کابل په لوېدیځ کې یو دولتي ښوونځی دی. د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې دغه ښوونځي ته څو ځلي ګواښ هم شوی و. د شاهدانو په وینا، د سه شنبه ورځې په سهار د کابل په لوېدیځ کې د ممتاز کورس مخې ته هم یوه چاودنه وشوه.
بل خوا د کابل امنیه قومنداني وایي، چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دغو چاودنو کې شپږ تنه وژل شوي او یوولس تنه نور ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل:«د څېړنې ډله او امنیتي ځواکونه سیمې ته رارسېدلي دي، زموږ معلومات چې بشپړ شي له تاسو سره به شریک کړل شي.»
د دغو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
په دې اړه مو اندونه