Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رییس‌الوزرا حکم؛ پلازمینه کې د سوالګرو د ډېرېدو لاملونه وڅېړئ

سرپرستې کابینې په کابل کې د سوالګرو د ډېرېدو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې ده. د كابينې په غونډه كې رییس‌الوزرا د كار او ټولنيزو چارو او كورنيو چارو وزارتونو او افغاني سرې میاشتې ټولنې ته لارښوونه كړې چې دا مساله وڅېړي.

سرپرسته کابینه داسې مهال دا پرېکړه کوي چې په ښارونو په تېره کابل کې د پخوا پرتله د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت کابینې په خپله ۳۱مه غونډه کې بېلابېلو ادارو ته دنده سپارلې کړې چې د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ ستونزې په ځانګړې توګه په کابل کې د سوالګرۍ د زیاتوالي ستونزې ته رسېدنه وکړي او په‌دې اړه یو هر اړخیزه طرح جوړه او ژر تر ژره یې پلي کړي.»

ورته مهال، ۵۰ کلنه سعیده وايي، د ۱۱ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او هغوی ته د یوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو لپاره اړه ده چې په ښار کې سوالګري وکړي.

سعیدې طلوع‌نیوز ته وویل: «اووه اولادنه لرم، زه خپله، خسر او خواښې مې دي. د ډوډۍ پیدا کولو بل څوک نه‌لرم او د خور مېړه مې هم له موږ سره ژوند کوي، ځکه هغه معلول دی.»

یو سوالګر ماشوم طلوع‌نیوز ته وویل: «په کور کې څه نه‌لرو، پیسې چې راټولو، ډوډۍ پرې اخلو او کور ته یې راوړو. خویندې مې وږدي پاتې کېږي.»

د پلازمېنې په لارو کوڅو کې د سوالګرو د شمېر د ډېرېدو یو لامل په هېواد کې د بې‌وزلۍ ډېرېدل بلل کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي:«د کورنیو اقتصاد په مطلقه بې‌وزلۍ کې راښکته کېږي او مطلقه بې‌وزلي د پراخېدو په حال کې ده.»

له وروستیو تحولاتو وروسته د بې‌کارۍ او اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره سم، د کابل ښار په لارو کوڅو کې د سوالګرو په شمېر کې په بې مخینې توګه ډېروالی راغلی دی چې ګڼ شمېر خلک یې اندېښمن کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه