Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل چاودنو د قربانیانو کورنیو سره ۲ مېلیونه افغانۍ مرسته وشوه

د کورنیو چارو وزارت د کابل په دشت برچي سیمه کې د سه‌شنبې د ورځې د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ تر څنګ د دوه مېلیونه افغانیو مرسته وکړه.

د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي د قربانیانو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې د هېوادوالو امنیت به خوندي کړي.

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو چارو مرستیال محمد محسن هاشمي وايي: «اسلامي نظام د افغانستان ټول امنیت تامینوي او تضمینوي. له همدې امله نن موږ ستاسو تر څنګ یوو او تاسو سره ژمنه کوو چې ستاسو ښوونځي، ستاسو شوراګانې، ستاسو خلک او ستاسو خلک به د افغانستان اسلامي امارت خوندي کوي.»

د کورنیو چارو وزارت سریاور عبدالرحیم ثاقب وايي: «زموږ او ستاسو مسوولیت دا دی چې د دې جنایتکارانو، ظالمانو او حشیانو پر وړاندې لاس په لاس ودرېږو او مقاومت وکړو.»

د قربانیانو نږدې خپلوان وايي: «ډېره مننه چې د شهیدانو له کورنۍ سره د غمشریکي او تسلیت لپاره دلته راغلئ، تاسو ته ښه راغلاست وایوو.»

ورته مهال کارپوهان له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت برخې جدي پاملرنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «حکومت باید له خلکو ملاتړ وکړي چې په‌ داسې بریدونو کې و نه وژل شي او حکومت دې ښوونځیو او جوماتونو ته د چاودېدونکو توکو د پیدا کولو لپاره وسایل ورکړي.»

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د دې وزارت د یوه پخواني افسر قاسم قایم له کورنۍ سره له غم شریکۍ سربېره د ۵ لکه افغانیو مرسته کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه