Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندوز امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې مرګونې چاودنه شوې

د کندوز سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دې ولایت امام صاحب ولسوالۍ په مولوي سکندر خانقا کې د یوې چاودنې پر مهال د دې مدرسې زده‌کوونکي وژل شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، په‌دې برید کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ کسان وژل شوي او له ۴۳ نور ټپیان دي.

د امام صاحب ولسوالۍ د پولیسو قومندان حافظ عمر وايي، دا پېښه نن له غرمې وروسته درې بجې او دېرش دقیقې هغه مهال رامنځ‌ته شوه چې د مولوي سکندر په خانقا کې د ذکر حلقې پر مهال ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوه.

د سیمه‌ییزو مسوولانو په وینا، د چاودنې پر مهال لسګونه کسان په ذکر کولو بوخت وو.

ورته مهال د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، په‌دې پېښه کې زده‌کوونکو او د سیمې خلکو ته چې د ذکر په‌دې حلقه کې یې ګډون کړی وو، درانه تلفات اوښتي دي، خو د دې پېښې د اوښتو تلفاتو د کره شمېرو په اړه ‌‌څه نه وايي.

بل‌پلو په کندوز کې سیمه‌ییزې سرچينې او د پېښې عیني شاهدان وايي، په‌دې پېښه کې نږدې څلوېښت کسان وژل شوي او له پنځوسو ډېر ټپیان دي.

دا چاودنه داسې مهال رامنځ‌ته کېږي چې تېره ورځ هم په کندوز ښار کې د یوې چاودنې پر مهال څلور کسان ووژل شول او اتلس نور ټپیان شول.

په‌دې لړ کې نن له غرمې وروسته د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند دنیا پوهنتون ته څېرمه یوه چاودنه وشوه. کابل ښار اوومې امنیتي حوزې امر وايي، دا چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځ‌ته شوې چې په پایله کې یې یو کس ټپي شوی دی.

تر دې مهاله هېڅ ډلې د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه نه‌دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه