افغانستان چمتو دی چې د خبرو له لارې د هلمند سیند کې د ایران حقابې په اړه د دې هېواد اندېښنې حل کړي. د اسلامي امارت ویاند وايي، افغانستان د هلمند د اوبو په تړون کې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کوي.
تر دې وړاندې د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال له اسلامی امارته غوښتي وو چې د ټولو نړیوالو قوانینو له مخې د ایران حقابې مساله ژر تر ژره حل کړي.
خو اسلامي امارت د هلمند د اوبو د حق د څارنې په برخه کې د ایران د ولسمشر د مرستیال لارښوونې په غبرګون کې ویلي، افغانستان د روانې وچکالۍ له امله د اوبو له کمښت سره مخ شوی او ښايي د ایران د اوبو حق هم ترې اغیزمن شوی وي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنگاني وايي: «اسلامي امارت چمتو دی چې د ایران اندېښنې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.»
د ایران د ولسمشر مرستیال د بهرنیو چارو وزارت په ګډون ځینو دولتي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د هلمند په اوبو کې د ایران د حق مساله وڅاري.
د ایران د ولسمشر مرستیال محمد مخبر وايي: «د افغانستان حاکم پلاوی باید د ایران د اوبو د حق په برخه چې د نړیوالو معتبرو هوکړو له مخې، د سیستان او بلوچستان خلکو ته پر خوشې کولو ژمن دي، ودرېږي او ژر تر ژره دغه موضوع حل کړي.»
خو د نړیوالو اړیکو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې د اوبو د حق په تړاو د ایران ادعا له حقیقته لرې ده.
د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو په تړاو یوه هوکړه په ۱۳۵۱ کال کې د موسی شفیق او امیر عباس له لوري لاسلیک شوې ده.
د دېې هوکړې پر بنسټ، افغانستان باید په هره ثانیه کې ۲۶ متر مکعب اوبه ایران ته پرېږدي.
په دې اړه مو اندونه