Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مخابراتو وزارت پب‌جي لوبه او ټېک‌ټاک اپلېکېشن بندوي

د سرپرست حکومت کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې په هېواد کې د پب‌جي لوبه او ټېک‌ټاک اپلېکېشن بند کړي.

دغه راز د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوې چې د هغو چينلونو د خپرېدو مخه ونيسي چې غير اخلاقي پروګرامونه خپروي.

د اسلامي مارت د ویاند مرستیال انعا‌م‌الله سمنګاني وايي: «د پب‌جي لوبه او د ټېک‌تاک اپلېکېشن چې د ځوان نسل د ګمراهۍ سبب کېږي، بند دې شي او همداراز، هغه چینلونه چې غیر اخلاقي خپرونې وړاندې کوي، مخه یې ونیول شي.»

ورته مهال د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د پب‌جي لوبې او ټېک‌ټاک اپلېکېشن د کارولو په تړاو بېلابېل لېدلوري لري.

د ټېک‌ټاک کاروونکی سکندر نجیب وايي: «نه یوازې په ټېک‌تاک کې؛ بلکې په ټولو ټولنیزو رسنیو کې کولای شو د ژوند مهارتونه زده‌کړو. کولای شو ژبه زده‌کړو او ډېر اسلامي موضوعات یاد کړو؛ نو دلیل نه‌شي کېدای چې موږ دې دا اپلېکېشن بند کړو، څو د نوي نسل له ګمراهۍ مخه ونیول شي.»

د کابل ښار اوسېدونکی طهمرس ایوبي وايي: «ځوانان کولای شي، د رسامۍ، انځورګرۍ او نورو هنري کارونو کې ځانونه بوخت کړي. زما شخصي نظر دا دی چې ټېک‌ټاک دې بند شي.»

خو د پب‌جي لوبې او ټېک‌ټاک په څېر له اپلېکېشن ګټنه زلمیانو او ځوانانو ته څه ګټه لري؟

اروا پوه تبسم نوید ظفري وايي: «ډېجېټلي لوبې او یا په ټولنیزو رسنیو کې شتون چې اوس‌مهال ښوونځي تړلي دي، د ماشومانو او ځوانانو لپاره اړین دي، ځکه دا د دوی د نوښت سبب ګرځي.»

په هېواد کې زلمیان او ځوانان له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د پب‌جي لوبې او ټیک ټاک اپلېکېشن پر کارونې بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه