Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځینه او نرینه زده کړیالانو لپاره د اوونۍ د ورځو جلا کېدل

د لوړو زده کړو وزارت د نوې طرحې پر بنسټ تر دې وروسته به محصلانې په جفتو ورځو او محصلان به په تافو ورځو یعنې یوه ورځ ترمنځ پوهنتون ته ځي.

دغه طرحه د دې میاشتې له دریمې پلې کېږي، چې پر بنسټ یې په اوو درسي ساعتونو کې ۸ یا ۷ کرېډټه درس ورکول کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند خالد داد احمدي تقي وویل:«د کابل پوهنتون د مشرتابه شورا، استادانو او زده کړیالانو د غوښتنې او هوکړې پر بنسټ، دغه طرحه جوړه شوې ده. له دې وروسته باید د اوونۍ درې جفتې ورځې زده کړیالانې او درې تاق ورځې زده کړیالان به خپلو درسونو ته دوام ورکړي.»

بل خوا د کابل پوهنتون دغه طرحه د یو شمېر محصلانو له غبرګون سره مخ شوې ده.

د کابل پوهنتون محصله پروین وايي:«د درې ورځو په اوږدو کې د درسونو حجم پر زده کړیالانو زیات شوی دی یعنې محصلان اړ دي چې ۷ تر ۸ کرېډېټ درس ووايي. له راغلو تحولاتو سره په ټول هېواد کې زده کړیالان پرېښانه دي او دا په خپله د دې لامل کېږي چې زده کړیالان ونه شي کړای د ورځې په اوږدو کې په دې کچه درسونه وزغمي.»

اخوا یو شمېر محصلان وایي، چې په اوونۍ کې څلور ورځې رخصتي له درس نه د محصلانو د لېرې کېدو لامل کېږي او دا کار دوی زړه توري کوي

د کابل پوهنتون  محصله بهیجه امان وايي:«هغه ننګونې چې د ښځینه او نرینه وو په مخکې راځي، اقتصادي، وظیفه يي او سرپرستي ننګونې دي.  

د کابل پوهنتون  محصل اجمیر سادات هم څرګندوي:«دغې طرحې ته کېدای شي چې یوه ناکامه طرحه ووایوو، د دې لپاره چې په یوې اوونۍ کې درې یا څلور ورځې رخصتي د روحیې د کمزورتیا او د محصل د زړه توروالي لامل کېږي، د دې پر ځای د تدریس پر کیفیت دې کار وکړي.»

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې یو شمېر محصلانو د باتجربه استادانو او ښځينه استادانو له نشتوالي او دغه راز  په دغه پوهنتون کې د درسي ټولګیو له کموالي شکایت درلود.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه