Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: د اسلام کلا سرحد کې وضعیت عادي حالت ته راستون شوی

ملي دفاع وزارت وايي، د اسلام کلا په پوله د ایران او افغانستان تر منځ سرحدي ستونزې کمې شوي او پر دې پوله وضعیت بېرته عادي شوی دی.

دا پوله د شنبې په ورځ وروسته له هغه وروسته د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه چې افغان او ایراني پوله ساتو ته د تیارسي امر ورکړل شوی و. 

د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ په پوله کې کړکېچ وروسته له هغې پیل شو چې ایراني پوله ساتو افغان سرحدي ځواکونو ته په سرحد کې د سړک جوړولو اجازه نه ورکوله.

د هرات په اسلام کلا بندر کې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري د یوه سړک د کرېړ کولو مسلې د ایران د سرحدي ځواکونو غبرګون راوپاراوه او د پولې په دې برخه کې یې وضعیت ترینګلی کړ.

د دغه ترینګلي وضعیت په لړ کې د شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه سره ګوته په ماشه شول او د ایران څو سرحدي سرتېري او یو نظامي موټر یې د افغانستان خاورې ته له رااوښتو وروسته نیول شوي او د څو ساعتونو لپاره د افغان سرحدي ځواکونو په ولکه کې وو.

اوس ملي دفاع وزارت وايي، د اسلام کلا لار د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې او له ایران سره د پولې په دې برخه کې وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي:«د دفاع وزارت پالیسي تل روښانه ده، دا چې د خپلو پلولو په هکله بې تفاوته به نه وو. هغه شخړه چې رامنځته شوې د یوې غلط فهمۍ له امله وه چې حل شوه.»

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، په اسلام کلا بندر کې د یاد سړک د کرېړ کولو چارې د اوس لپاره درول شوي او ټاکل شوې په دې اړه د دواړو هېوادونو استازي سره جرګه شي.

د شنبې ورځې له وضعیت او د اسلام کلا بندر له تړل کېدو وروسته د بندر په دواړو خواو کې سلګونه مسافر او له سوداګریزو توکو بار لسګونه موټر هم د لارې خلاصون ته په تمه وو.

د هرات اوسېدونکی غلام محبوب نورزی وايي:«تېره ورځ مرز ته ولاړم، وې ویل چې تړلی دی او نن هم وايي چې سرحد تړلی دی.»

د چارو شنونکي له ګاونډیو هېوادونو سره په پولو کې هر ډول ناندرۍ او شخړې د هېچا په ګټه نه بولي او د خبرو له لارې د ستونزو پر حلېدو ټینګار کوي.

د پوځي کار پوه محمد نعیم غیور څرګنده کړه:«د دغو ستونزو حل لار جګړه او وسله وال چلن نه دی.»

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په اسلام کلا کې د سرحدي ستونزې د رامنځته کېدو په تړاو ویلي، افغان سرحدي ځواکونو د ایران له سرحدي ځواکونو سره له همغږۍ پرته د پولې په صفري ټکي کې د سړک د جوړولو چارې پیل کړې وې او په وینا یې دغې مسلې د ایران د سرحدي ځواکونو غبرګون له ځانه سره درلوده.

په دې وروستیو میاشتو کې په نیمروز ولایت کې د افغان او ایراني سرحدي ځواکونو تر منځ څو وارې لنډ مهالې نښتې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه