Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت ته د کرزي خطاب؛ اجازه ورکړئ نجونې ښوونځي ته ولاړې شي

۲۲۰ورځې کېږي چې په هېواد کې د متوسطې او لېسې دورې نجونې ښوونځیو ته له تګ نه پاتې دي. پخوانی ولسمشر حامدکرزی د نجونو د ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو په غبرګون کې وایي، د افغانستان خلک اجازه نه ورکوي،چې نجونې یې ښوونځیو ته له تګ نه محرومې شي. 

ښاغلي کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو د ځنډېدو په تړاو د اوسني حکومت پرېکړه د تمې پر خلاف ګڼي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی زیاتوي:«دلته بله هېڅ لار نشته چې د هېواد راتلونکی تضمین کړي، خو دا چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي. دا شونې نه ده، د افغانستان خلک اجازه نه ورکوي چې نجونې یې ښوونځيو ته له تګ نه محرومې شي . زه ډاډمن یم چې ښوونځي به پرانیستل شي. او دا هغه څه دي،چې د افغانستان خلک یې په ډېره څرګنده توګه غواړي.»

له دې سره هم مهاله، د بشري حقونو د څارسازمان د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو په چاره کې د نړۍ پر چلن نیوکه کوي. د دغه سازمان مرستیاله هېډر بار وایي، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د نجونو د زده کړو د حق غوښتنې په برخه کې ننداره کوونکې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هېډر بار وايي:«د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زرګونه نجونې د کلونو لپاره له زده کړو پاتې دي، هغه څه چې هغوی یې بېرته نه شي راستنولی. موږ پوهېږو چې د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل د کم عمره او اجباري ودونو د زیاتوالي لامل دی. دغه راز د لومړنیو ښوونځيو پر نجونو هم اغېز لري، ځکه هغوی هېڅ راتلونکی نه لري.»

د متوسطې او لېسې دورې نجونو ته ښوونځي ته د تګ د اجازې نه ورکولو په تړاو د اسلامي امارت پرېکړه په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

یو شمېر سیاستوالو، د مدني ټولنې غړو او دیني عالمانو هم په جلا جلا غونډو کې ژر تر ژره د نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښته وکړه.
 
ښوونکې عمر زاده هم وايي:«موږ له اسلامي امارته غواړو چې په هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیزي ځکه د ښوونځیو نه پرانیستل نه یوازې نجونې له زده کړو زړه توري کوي بلې د حکومتوالۍ د دوام لپاره هم ښه نه دی.» 

تر دې وړاندې یونېسف په افغانستان کې د نجونو د متوسطو او لېسو پر نه پرانېستل کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې ښوونه او روزنه باید د سیاست برخه ونه ګرځول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه