Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طلوع نیوز موندنې؛ په وروستیو چاودنو کې ۹۰ تنه وژل شوي

د طلوع نیوز موندنې ښيي چې په هېواد کې وروستیو مرګونو چاودنو کې کابو ۹۰ تنه وژل شوي دي او کابو ۱۹۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
 
په تر ټولو تازه چاودنه کې د یکشنبې په ورځ د  بدخشان د کانونو د رییس مولوي فتاح موټر په نښه شو. د ځايي سرچینو په وینا، په دې پېښه کې د بدخشان د کانونو رییس وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
         
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معز الدین احمدي وویل:«د دغې پېښې په تړاو اته تنه چې ډېری یې د کانونو کارکوونکو دي او شکمن دي، په بند کې دي او پېښه د اسلامي امارت تر څېړنې لاندې ده.»

په کابل کې د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي برید چې ۲۰ تنه په کې ووژل شول او تر۳۰ زیات نورټپیان شول.

پر یوه کورس برید چې ۵ تنه په کې ټپیان شول.

په بلخ کې پر یوه جومات برید چې څه باندې ۳۰ تنه په کې ووژل شول او تر ۹۰ زیات نور ټپیان شول.

د ۲۱۷ عمري قول اردو د تخنیکي کارکوونکو پر موټر چاودنه چې ۴ تنه په کې ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپيان شول.

په کندوز کې د مولوي سکندر پر جومات برید چې ۳۳ تنه په کې ووژل شول او ۴۳ تنه نور ټپیان شول.

په بدخشان کې یوه چاودنه چې یو تن په کې ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.
 
هغه خونړۍ پېښې دي چې په لږ ترلږه وروستیو شپږو ورځو کې شوي دي.
       
د افغانستان د پېوستون د نهضت مشر اسحاق ګیلاني وویل:«که چېرې د دې مخه ونه نیول شي، واقعاً اندېښمنوونکې ده او د افغانستان خلک دغه اندېښنه لري چې ورته مرګ ژوبله رسېږي.»
        
د پوهنتون استاد عزیر مجددي هم وايي:«په هېڅ وجه دې اجازه نه ورکوي چې هېڅ ډله او هېڅوک نظم او عامه امن خراب کړي او د خلکو د اندېښنې وړ شي.»

دغه وضعیت هېوادوال اندېښمن کړي دي. دوی پر دغه وضعیت د غور غوښتنه کوي.
              
د کابل اوسېدونکي قیس وویل:«هغه چاودنې او ځانمرګي چې دي، د خلکو لپاره خوش اینده نه دي. خلک وېرېږي او نه شي کولای په راحتۍ سره ژوند وکړي.»

اسلامي امارت ویلي دي،چې په هېواد کې به د وروستیو پېښو عاملان ونیول شي او سزا ورکړل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«په دې برخه کې پرېکنده ګامونه پورته کوو چې د دا ډول جنایاتو مرتکبین تعقیب او د قانون منګولو ته وسپارل شي او بالاخره ځالې یې له منځه یوړلی شي.»

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي دي چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د نسبي کرارۍ شاهد و.

د دفاع وزارت سرپرست خبرداری ورکړی دی، چې په هېواد کې به وروستۍ چاودنې بې ځوابه پاتې نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه