Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له اختر مخکې ایران ته د کډوالو چارو وزارت د یوه پلاوي سفر

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې ده له اختر مخکې ایران ته د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ولاړ شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني وویل:«هڅه کوو چې ایران ته سفر وکړو ترڅو د هغو ټولو ستونزو په هکله چې افغانان یې هلته لري په بشپړه توګه خبرې وکړو او حل یې کړو.»

په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونو پر وړاندې له غبرګونونو وروسته، اوس په ایران کې یو شمېر افغان کډوال او محصلان وایي،چې د تحصیل او اقامې د وېزو د اخېستو، استوګنې او کار په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
 
خان محمد سیرت ایران کې افغان زده کړیال وايي:«یوه له بنسټيزو ستونزه دا ده چې تحصیلي ویزې په ځنډ سره صادرېږي او کله چې یو زده کړیال ویزه ترلاسه کوي او درس ته راځي اقامت یې ډېر وخت نیسي.»

خو لکه څنګه چې لیدل کېږي، نه یوازې په ایران بلکې د ترکیې او جرمني په څېر ځينو نورو هېوادونو کې هم افغان کډوال چې په خورا سختو لارو د دغو هېوادونو تر پولو رسېدلي دي، له ستونزو سره مخ دي.

په دې وروستیو کې د ترکیې ډيلي صباح ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی، چې ترکیې ۲۲۷ افغان کډوال ویستلي او بېرته یې افغانستان ته راستانه کړي دي.

تر دې وړاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي دي چې، په ورځ کې تر پنځوس زرو زیات افغان کډوال یوازې له ایران نه بېرته هېواد ته را اړول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه