Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: امریکا او امارت افغانستان کې د بشري ناورین اصلي عاملان دي

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله په یوه اعلامیه کې امریکا متحده ایالتونه او اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو د وضعیت پر خرابېدو تورنوي.

د ملګر ملتونو دغه څورلس کسیزه ډله وایي، چې د جنست پر بنسټ تاوتریخوالی، اوس مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره جدي او اوږدمهالی ګواښ دی.

په دغه رپوټ کې راغلي دي:«موږ په افغانستان کې د بشري ناورین ورځ تر بلې ډېرېدو ته سخت اندښمن یوو. دغه ناورین د دغه هېواد د نیمایي نفوذ ژوند له خطر سره مخ کوي او پر ښځو او ماشومانو ناوړه اغېز لري. په داسې حال کې چې جنسیتي تاوتریخوالی د ښځو او نجونو لپاره یو اوږد او سخت ګواښ دی، د امریکا متحده ایالتونو او اوسنیو چارواکو په تحمیل شویو اقداماتو سره زیات شوی دی.»

د ملګرو ملتونو د دې ډلې په اعلامیه کې دغه راز راغلي دي، چې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو د ښځو لپاره د ژوندانه وضعیت تر ټولو ډېر خراب کړی دی.
       
د ښځو د حقونو فعاله زرقا یفتلي وايي:«دا وضعیت کولای شي د هغه څه په اړه د افغانستان د ښځو بې باوري زیاته کړه چې نړۍ د ښځو د ملاتړ په هکله په وروستیو کې څرګندې کړې او ویلي یې دي.»

د بشري حقونو فعاله انیسه پشه يي هم څرګندوي:«د ځوانې طبقې د زرګونو متخصصو لایقو مېرمنو، د بشري حقونو فعالانو، او د قومي لږکیو د حقونو د دفاع کوونکو په تېښته کې اصلي ګرمه نړۍواله ټولنه ده.»

مللګري ملتونه دغه راز په دولتي ادارو کې له کار کولو د ښځو لیرې پاتې کېدل او د نجونو پر زده کړو بندیز د بشري حقونو قوانینو ته سپکاوی ګڼي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي دغه رپوټ ردوي:«له نېکه مرغه له اسلامي امارته وروسته دغه هر څه کنټرول شوي دي، مخه یې نیول شوې ده، نو دا ډول څرګندونې واقعیت نه لري او موږ دا نه تاییدوو.»
 
څورلس خپلواک کارپوهان چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له لوري د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره ګومارل شوي دي، ټینګار کوي چې، د نړۍوالو قوانینو له مخې د امریکا متحده ایالتونو په ګډون دولتونه مکلفیت لري چې باید فعالیتونه یې له بشري حقونو نه د سرغړونې لامل نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه