Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپور: یو شمېر افغانې کورنۍ له سپورې ډوډۍ سره روژه ماتوي

له ماشومانو د خوندیتوب سازمان وايي، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت له ناوړه کېدو او د خوراکي توکو بیو له لوړېدو سره هم‌مهاله، ګڼ شمېر کورنۍ په رمضان میاشت کې کافي خواړه نه‌لري او نه‌شي کولای چې له وچې ډوډۍ او اوبو پرته نور څه چمتو کړي.

دې سازمان نن (سه‌شنبه) په یوه راپور کې لیکلي، په افغانستان د اقتصادي ناورین له پیلېدو سره ډېری خلک بې‌روزګاره شوي او د خپلو کوچنیانو د مړولو لپاره ناهیله‌ بښوونکو کارونو ته مخه کوي.

په‌دې راپور کې همداراز ویل شوي، په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د اسلامي امارت په راتګ سره د ژوند او خوراکي توکو لګښت لوړ شوی دی. په‌دې راپور کې د نړیوال بانک په حواله زیاته شوې، د ۲۰۲۱ کال په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د سړي سر عاید یو پر درې لږ شوی دی.

ورته مهال دې سازمان په خپل راپور کې لیکلي، په اوکراین کې د جګړې دوام کولای شي په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې کړي.

یو شمېر ښځو چې له ماشومانو د خوندیتوب سازمان سره مرکې کړي د خوراکي توکو د بیو لوړېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خوارکي توکو د پېرلو مالي توان نه‌لري. دوی زیاته کړې چې یا یې د عاید سرچینې له لاسه ورکړي او یا یې عاید د پام وړ کم شوی دی.

په‌دې راپور همداراز خبرداری ورکړل شوی چې په افغانستان کې له روان وضعیته تر ټولو ډېر افغان ماشومان ډېر زیانمنېدای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه