Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هوايي ډګرونو تخنیکي چارو په تړاو له ښکېلو لوریو سره د خبرو دوام

که څه هم د هېواد د هوايي ډګرونو د مدیریت د تړون په هکله د افغان پلاوي له خبرو اترو څه باندې څلور ورځې تېرېږي؛ خو د دغو خبرو اترو د پایلې په هکله جزیات نه دي خپاره شوي.
 
د بهرنیو چارو زوارت د دوشنبې په ورځ په ډاګه کړه، چې د بهرنیوچارو وزارت سرپرست په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د هېواد د هوايي ډګرونو د تخنیکي چارو د مدیریت په تړاو خبرې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي دي، چې تر اوسه ښکېل لوري په دې تړاو وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«هغه موردونه چې باید حل شي، مشخص شول. هیله مني شته چې د دغو بحثونو له دوام سره داسې پړاو ته ورسېږو چې دغې ستونزې ته یوه بنسټيزه حل لار پيدا شي.»

خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې د اسلامي امارات، او قطري او ترکي پلاوو ترمنځ اختلافي مسایل څه دي او په دې تړاو تر اوسه هېڅ معلومات نه دي خپاره شوي.
          
د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال امام محمد وریماچ وايي:«ښايي بنسټيزه او اصلي موضوع امنیتي او تخنیکي وي. شونې ده چې اسلامي امارت غواړي چې د نړۍوال هوايي ډګر د ټولو برخو امنیت په غاړه ولري او پربهیر بشپړه واکمني ولري، خو شونې ده د قطر له خوا هم همداسې بحث موجود وي، د دې لپاره چې د میدان د تخنیکي امنیت برخه روزل شوې ډلې ته اړتیا لري او د اسلامي امارت په سرحدي ځواکونو کې دا وړتیا نشته او هغوی نه شي کولای سل په سلو کې امنیتي چارې د اسلامي امارت په غاړه واچوي.»

بهرنیو چازو وزارت ویلي دي، چې د سرپرست حکومت د طرحې له مخې، د افغانستان، قطر او ترکیې تخنیکي ډلې د هوایي ډګرونو د فعالونو په تړاو وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره له یوبل سره خبرې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه