Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه: تهران په دغه هېواد کې د اسلامي امارت یو ډپيلوماټ منلی

په ایران کې د افغانستان د سفارت یوه باوري سرچینه طلوع نیوز ته تاییدوي چې تهران په دغه هېواد کې د اسلامي امارت یو ډيپلوماټ منلی دی.

د سرچینې په وینا، د اسلامي امارت دغه ډيپلوماټ په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د درېیم سکرټر په توګه کار کوي.
            
پخوانی ډيپلوماټ سید نورالله راغي وايي:«د افغانستان او ایران ترمنځ د پولو کنټرول، د انسان او نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی له هغو موردونو دي چې ایران غواړي د تعامل له لارې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

په ایران کې افغان خبریال عباس حسیني هم څرګندوي:«د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل کچه به لوړه کړي. اسلامي امارت دولت له ډېر نږدې به د افغانستان د کډوالو د تحولاتو په هکله په جریان کې شي.»

بل خوا که څه هم کابل وایي، چې د اسلامي امارت یو شمېر ډيپلوماټانو په نورو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې خپل کارونه پر مخ بیایي؛ خو تهران ته د ډيپلوماټ د استولو په تړاو څه نه وایي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په ډاګه کړه:«د اسلامي امارت ډپيلوماټان په بېلابېلو هېوادونو کې کونسلي چارې مخکې بیايي او په دې مشخص مورد چې تاسو یې یادونه وکړه، په دې هکله تراوسه معلومات وړاندې شوی نه دي.»

په دې لړ کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده داسې نظر لري:«په کنوانسیونونو کې وړاندوینه شوې، او زموږ دواړو ترمنځ په نورو هېڅ موضوګانو کې، یا پېژندنه او یا نورو موضوګانو کې تړاو نه لري.»

کابل وایي، چې تر دې مهاله پر ایران سربېره، په چین، پاکستان، قزاقستان او یو شمېر عربي او افریقايي هېوادونو کې د سرپرست حکومت ډيپلوماټان پر کار بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه